اسلام آباد ۔ 15 جنوری (ا?? پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ ٬ اصلاحات او شماريات وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار وئيلي دي د ډېټا کولېکشن آټومېشن لپاره تږلاره ضروري ده دغسې چې مستند شمېرې ترلاسه كولو سره غوره پالېسي جوړه كړې شي۔ وفاقی وزیر، څوك چې ?? شماريات ډويژن اضافه چارج هم لري دا خبره د پاکستان بېورو آف سټېټسټکس 16مې ګورننګ كونسل غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ د شماريات ډويژن سېكتره مس شائسته سهېل?? د ??رننګ کونسل غړي او د وزارت ا??لی چارواكو هم غونډه كښې ګډون كولو۔ وفاقي وزير په دې خبره زور راوړو چې ?? شماريات بېورو دې معيشت ٬ ودانۍ ٬ كركيلې او نورو څانګو سره د باور وړ سركاري شمېرې وړاندې كولو له تږلاره وضعه كړي۔ وفاقي وزي?? ووئيل د معذورو وګړو په ضلعي كچه شمېرو له دې د پي اېس اېل اېم په سوالنامه كښې د معذورۍ كالم شامل كړې شي دغسې چې ??كومت ته د معذوره وګړو خېر ښېګړې پالېسۍ جوړولو له مرسته ترلاسه شي۔ په غونډه كښې په بېلو ايجنډا آئټمز هم بحث وكړې شو۔ وفاقی وزیر هدايت وكړو چې چیف اسټېټسټېشن ټاكلو او د بېورو د درېو سينئر غړو خالي چوكۍ ډكولو عمل دې تند كړې شي۔ غونډه كښې د شمارياتو ډويژن سېكترې د ګورننګ كونسل وروستۍ غونډې څخه وروستو بېورو لپاره د شوي كار او د روانو ګامونو په اړه بريفنګ وركړ