اسلام آباد ۔ 30 جنوری (اے پی پی) د قامي ا??مبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي ايوان كښې په وروستو چوكو ناستو غړو ته پارلماني كارروائۍ كښې د بشپړه برخې اخستو يو ډول موقعې وركول?? له د قامي ا??مبلۍ غونډې په مهال به ” بېک بېنچرز ډے” خاص كولې شي۔ د مېرمنو غړو د قانون سازۍ عمل او د پارلمان په نورو كارروايو كښې كردار د ستائنې وړ دے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ پاکستان انسټی ټیوټ آف پارلېمنټری سروسز كښې ” د مېرمنو سياست كښې كردار “په سرخط وركشاپ ته وكړه۔ ده ووئيل په خېبر پختونخوا اسمبلۍ كښې د سپكير په حېث ممونږ د مېرمنو په اړه د قدر وړ قانون سازي كړې په كومه كښې چې مېرمنو په زړه پورې برخه اخستې۔ ??ې سره سره مېرمنو لپاره د پوهنتونونو ٬ كالجونو ٬ سكولونو او ټكنيكل تربيې ځايونه جوړولو سره مېرمنو كښې نه يواځې شعور بېدار شوې بلكې دوئي د هېواد پرمختګ كښې د خپلې برخې غوره خذمات هم ترسره كړي ۔ ده مېرمنو ته د قانون سازۍ عمل او د ايوان كارروئۍ كښې په بشپړه توګه د برخې اخستو او د مېرمنو حقونو ساتنې او د دوئي مسئلو حل له ايوان ته د قانون سازۍ راوړلو ووئيل۔ په دې مهال مېرمنو غړو د سپيكر مننه كولو سره د ايوان په كارروائۍ كښې د ده بې ??رې كردار وستائلو۔ دوئي ووئيل سپيكر اسد قېصر ټول عمري د مېرمنو د كردار ستائنه كړې او قانون سازۍ كښې برخه اخستل?? له ئې د دوئي ډاډګيرنه كړې۔ ??وئي سپيكر ته د خپل اړخه د مرستې باور وركولو سره ايوان كښې قانون سازۍ له د خپل لوظ پخلې وكړو۔ وركشاپ كښې د سېنېټ ٬ قامي ا??مبلۍ ٬ د څلورو واړو صوبو مېرمنو غړو او د قامي ا??مبلۍ او پاكستان انسټيټيوټ په آف پارلېمنټري سروسز اعلی چارواكو ګډون كولو