اسلام آباد 18 فروري (اے پي پي) سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان ته پاك سعودي اړيكو ته د استحكام وركولو او رابطو ته د نوي روح وركولو په اعتراف كښې د هېواد تر ټولو اعلیٰ سول اعزاز “نشان پاکستان” ??رك??ې شو ۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي ايوان صدر كښې راجوړې كړې شوې يوه دستوره كښې ده ته دا اعزاز ??رك??و۔ دستوره كښې د وزیراعظم عمران خان په شمول د س??ودي پلاوي ٬ د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر، د وفاقي كابينې غړي٬ جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬ سروسز چيفس ٬ سفيرانو او لوړ پورو هم ګډون وكړو۔ سعودی ولي عهد ته د پاکستان تر ټولو اعلی اعزاز وړاندې كولو سره ووئيل شول چې د پاكستان او سعودي عرب تر??ېنځه د ډېر مودې راهېسې د ورورولۍ اړيكې موجود دي او د دې بنيادوونه زمونږ په شريك دين ٬ نظام ٬ اقدارو ٬ تهذيب او كلتور كښې پېوست دي۔ د س??ودي ولي عهد دې اړيكو ته خپل ذاتي پام او سرپرستۍ سره نوې ژوند ??رك??ې دې۔ محمد بن سلمان بن عبد العزیز السعود تل د پاكستان رښتنې او مخلص ملګرې پاتې شوې دې، د پاكستان حکومت او اولس د دې خلوص د زړه د كومي نه اعتراف كوي٬ د پاکستان اقتصادي او معاشرتي پرمختګ لپاره د س??ودي پراخا مرستې ته د پاكستان اولس په درنه سترګه ګوري٬ او د دوي بشپړه ملاتړ د پاكستان اولس او قيادت لپاره تل د طاقت او توان سبب ګرځېدلې او تل به ياد س??تلې شي۔ د پاکستان او سعودی عرب تر??ېنځه د اړيكو مستحكم كولو او په د?? كښې د نوي روح اچولو په اعتراف كښې اولس مشر محمد بن سلمان ته د پاكستان اعلی ترین اعزاز “نشان پاکستان” ??رك??ې۔ د دې نه وړاندې د س??ودي ولي عهد محمد بن سلمان چې ايوان صدر ته راورسېدو نو د ده تود هركلې وشو۔ د س??ودی ولي عهد محمد بن سلمان وزیراعظم عمران خان سره په روايتي بګهۍ كښې راتللو سره ايوان صدر ته راورسېد۔ اولسمشر ډاكټر عارف علوي د ايوان صدر په مركزي دروازه د ولي عهد هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاه محمود قرېشي ٬ د اطلاعاتو وزير چوهدري فواد حسېن او نور لوړ پوري هم موجود وو٬ په لاره كښې بېلا بېلې ډلې موجودې وې كومو چې د بېلا بېلو صوبو او سيمو د كلتور عكاسي كوله۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي د س??ودي ولي عهد محمد بن سلمان په درناوي كښې د ماسپخښين د مېلمستيا اهتمام هم وكړو۔ چې پكښې وزیراعظم، د وفاقي كابينې غړو٬ سروسز چيفس او اعلٰې چارواكو ګډون وكړو