اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) خارج?? وزير شاہ محمود قرېشي وئيلي دي پاکستان قطر سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمول غواړي۔ خارج?? وزير دا خبرې د قطر دوهم وزيراعظم او خارج?? وزير محمد بن عبد الرحمان بن جاسم الثاني سره ??ه ټېلي فوني تماس كښې كړې۔ د خارجه دفتر له مخې د نهې په ورځ د قطر دوهم وزيراعظم او خارج?? وزير محمد بن عبد الرحمان بن جاسم الثاني سره د ټېلي فوني تماس په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ٬ د منطقې په صورتحال او د شريكې خوښې په چارو خبرې شوې ۔ خارج?? وزير د وزیراعظم عمران خان لخوا د قطر امير لپاره د نېكو خواهشاتو پېغام ورسولو۔ د قطر خارج?? وزير ووئيل د قطر په تعمير او پرمختګ كښې قطر كښې د ميشته پاكستانيانو كردار د ستائنې وړ دے۔ شاہ محمود قرېشي د اے سي ډي وزارتي كنفرنس په كاميابۍ د قطر خپل همڅنګ ته مباركي وركولو سره ووئيل د پاكستان او قطر اړيكې لا مستحكمېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه تجارتي مرسته لا زياته شي۔