اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي پاکستان كښې د جمهوريت بحالۍ ا?? د ??مهوري ادارو په استحكام كښې د خبريالي ورورولۍ هڅې د ستائنې وړ دي٬ ميډيا د رياست څلورمه ستن ګڼلې شي٬ اوسنې حكومت د رائي?? د ??زادۍ په څرګندونه بشپړ باور لري ا?? د ??بريالې ورورولۍ تحفظ لپاره به په ترجيحي بنيادونو اقدامات كوي۔ د جمعې په ورځ د پاكستان پشمول ګرده نړۍ كښې د صحافت نړيوالې ورځ په موقع ??پل پېغام كښې اسد قېصر ووئيل د جمهوري ټولنې په تشكيل كښې د صحافت كردار ډېر اهميت لري ا?? د ??پل اهميت او افاديت له امله ميډيا د رياست څلورمه ستن ګڼلې شي۔ ده ووئيل د پارلمان كاروائي او نورې هڅې اولس ته رسولو كښې د پرېس ګېلرۍ د خبريالانو كردار د ستائنې وړ دې٬ د صحافت آزادۍ لپاره خبريالې ټولنې لازواله قربانۍ وركړې ۔ ده ووئيل د صحافت د آزادۍ ورځ لمانځلو مقصد د صحافت آزادۍ ته وده وركولو سره سره داسې اقدامات كول دي چې ورسره د صحافت د آزادۍ په لاره كښې مخې ته خنډ??ن لرې كړې شي۔ سپيكر اسد قېصر ووئيل د وظيفائي چارو ترسره كولو په مهال د ځانونو قربانۍ وركوٶنكو خبريالانو قربانۍ به تل ياد ساتلې شي