اسلام آباد۔1نومبر (اے پي پي ) د صنعت او پېداوار وفاقي وزیر رانا تنویر حسین په مشرۍ كښې د سمیډا 22 مه د بورډ آف ډائریکټرز غونډه د جمعې پ ورځ شووه ۔ د وزارت نه جاري بیان تر مخه بورډ د سمیډا په جدید ډول دتنظیم نو منظوري وركړه ۔ په دې موقع وفاقی وزیر ووئېل سمیډا د پاکستان په معیشت كښې مهم کردار لري ، وړوكے او د مينځومانې کاروبارونو اختیاره منده جوړول د ترقۍ لپاره مهم دي، ایس ایم ایز بازار كښې جدت او مسابقت ته وده وركوي ۔ رانا تنویر حسین ووئېل ایس ایم ایز د روزګار يوه مهمه ذریعه وركوي ، د ایس ایم اي سیکټر ترقۍ لپاره پالیسیو باندې عملدرآمد ضروري دے ۔