د پاكستان بینکس اېسوسي اېشن او سټېټ بانك لخوا كړو اقداماتو څخه به مالياتي نظام كښې د بدلون راوستلو لاره هواره شي۔د خزانې وزير محمد اورنګزېب د سټېټ بانك ګورنر او پاكستان بينك اېسوسي اېشن چيئرمېن سره ورچوئل ميټنګ كښې خبرې

image

اسلام آباد 18نومبر(اے پی پی)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي د پاكستان بینکس اېسوسي اېشن(پي بي اے) او سټېټ بانك لخوا كړي اقدامات د اهميت وړ دي او دې څخه به مالياتي نظام كښې د بدلون راوستلو لاره هواره شي۔ده دا خبره د ګل په ورځ سټېټ بانك ګورنر او د پاكستان بينكس اېسوسي اېشن چيئرمېن سره ورچوئل ميټنګ كښې وكړه ۔په دې موقع ترجيحي څانګو لپاره د مالي مرستې په اړه د پېشرفت جاج واغستلے شو ۔د پاكستان بينكس اېسوسي اېشن چيئرمېن ظفر مسعود د خزانې وزير د اېسوسي اېشن لخوا جامع او تل پاتي مالياتي نظام جوړولو له د بېلو پروژو په اړه خبر كړو ۔ده تجويز وركړو چې اليكټرانك ويئر هاؤس ریسیپټ فنانسنګ٬ايس ايم اي انډيكس٬ كارپوريټ فارمنګ فنانسنګ٬فن ټيك كمپنو لپاره وینچر کیپټل فنډ، د زرعي کوآپریټوز بحالي او مالیاتی ډيټا ایکسچینج جوړولو په څير پروژې مالیاتی نظام كښې د اوږد مهاله بدلون راوستلو لپاره مهمې دي۔ده د پكو فنانسنګ٬اليكټرك وهيكلز فنانسنګ٬ټيوب ويلونو سولرائزېشن او د اېس ايم ايز فنانسنګ لپاره مارك اپ سبسډي او فرسټ لاس كوريج غوندې اقدامات هم تجويز وركړو كوم چې سمدستي اثرات رامخې ته كولې شي۔د سټېټ بانك ګورنر جميل احمد د خزانې وزير د پي بي اے تجويز شوو بېلو پروژو په اړه د پېشرفت نه خبر كړو۔ده ووئيل د پي بي اے لخوا وړاندې كړي ځينې تجاويز بيخي ښكاره دي او سټېټ بانك د دې عملدرآمد لپاره ضروري نوټفيكېشن جاري كړے ۔د خزانې وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د پاكستان بينكس اېسوسي اېشن او سټېټ بانك آف پاكستان كار ستائنه وكړه او وې وئېل دا اقدامات نه يوازې مهم دي بلكې د دې د لارې به مالياتي نظام كښې بدلون راوستلو ل لار هواره شي۔ده زور راوړو چې هغه اقدامات كوم چې په لږه موده كښې اثرات مرتب كولې شي٬ په هغې دې په ترجيحي بنيادونو عمل وكړی شي او د هغې نفاذ لپاره دې وخت د لږ نه لږ مصرف كړے شي دغسې چې دا اقدامات د دسمبر تر آخر مكمل كړے شي او راتلونكې كال تر پېل د دې عملي نفاذ پیل شي۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں