د بيلاروس صدر اليګزينډر لوكاشينكو په درناوي كښې په وزيراعظم هاؤس كښې د باضابطه استقباليې دستوره

image

اسلام آباد۔26نومبر(اے پی پی)د بېلاروس صدر الېګزېنډر لوکاشینکو په درناوي كښې په وزيراعظم هاؤس كښی د باضابطه استقبالیې دستوره وشوه۔ وزيراعظم شهباز شريف وزيراعظم هاؤس ته په راتلو د بېلاروس صدر ته تود هركلے ووے۔ دواړو مشرانو جوش او جذبې سره يو بل سره مصافحه وكړه۔ د وسله والو ځواکونو يوې چمتؤ ډلې دوئي ته ګارډ آف آنر وړاندے كړو۔ په دې موقع د دواړو هېوادونو ملي سرودونه وغږول شول۔ د بیلاروس صدر د ګارډ آف آنر معاینه وکړه۔ وزيراعظم شهباز شريف د بېلاروس اولس صدر سره د كابينې او ګران مېلمه وزيراعظم سره د خپل پلاوي غړي معارفي كړل۔ د بېلاروس صدر د وزیراعظم هاؤس په چمن كښې يوه اونه هم نال كړه۔

مضمون کا ماخذ : مایا کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں