اسلام آباد 03 جنوري (اے پي پي) د توان(پاور ډويژن)وفاقي وزير سردار اويس احمد خان لغاري انرجي كنزروېشن بلډنګ كوډز 2023 مهم وېډيو پیغام كښې ټولو اعلٰی وزيرانو ته د دې قوانين سمدستي نفاذ خواست كړی۔دجمعې په ورځ جاري خپل وېډيو پیغام كښې ده ووئيل چې مونږ انرجي كنزرويشن بلډنګ كوډز 2023 په نفاذ اعلٰی وزيرانو٬د آزاد كشمير ويراعظم او نورو وزيرانو ته خطونه ليكلې دي۔اويس لغاري ووئيل چې صوبائي حكومتونه دې ټول ځايې ادارې د دې قوانين پانبد كړي۔وفاقي وزير ووئيل چې په ګرمۍ كښې د برېښنا طلب 29 زره ميګاواټه ته رسيږي٬د څو ساعته لوډشيډنګ څخه بچ كېدو لپاره په ګرانه بيعه پاور پلانټس چلول وي۔اويس لغاري ووئيل چې د بلډنګ كوډز نفاذ څخه به د توان بچت او پيك ډيمانډ مينجمنټ ښه شي۔ده ټولو صوبائي حكومتونو ته په دې معامله كښې د مرستې او په هېواد كښې د توان بچت باوير كولو خواست كړی