د حكومتي او پي ټي آئي كمېټو ترمينځه مذاكرا تي عمل پېل شو٬راروانه غونډه به په 2 جنوري كېږي

image

اسلام آباد 23دسمبر(اے پی پی) د حكومتي او پي ټي آئي كمېټو ترمينځه نېغ په نېغه مذاكرا تي عمل پېل شوې دغسې راروانه غونډه به په 2 جنوري كال 2025 كښې كيږي چې پكښې به چارټر آف ډيمانډ هم وړاندې كولې شي۔ د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق ووئيل مونږ غواړؤ چې د پارليمان دننه او بهر سياسي تقسيم ختم شي۔د ګل په ورځ د كمېټۍ غونډې نه پس مېډيا سره په خپلو خبرو كښې د مسلم ليګ(ن)په سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر سېنېټر عرفان صديقي شريكه اعلاميه واوروله۔د ګل په ورځ په پارليمنټ هاؤس كښې حكومتي اتحادي كمېټۍ پي ټي آئي اتحادي كمېټۍ ترمينځه د مذاكراتو په باضابطه توګه وړومبې نشست وشو د كوم مشري چې د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق كوله۔د حكومتي اتحادي كمېټۍ د اړخه نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار٬سېنېټر عرفان صديقي٬رانا ثناﺀ خان٬راجه پروېز شراف٬سيد نويد قمر٬عبدالعليم خان او ډاكټر فاروق ستار ګډون كولو۔د پي ټي آئي مذاكراتي كمېټۍ د اړخه اسد قيصر٬راجه ناصر عباس او صاحبزاده محمد حامد رضا ګډون كولو۔اسد قيصر ووئيل د مذاكراتي كمېټۍ پاتې غړو د عدالتي مقدمو يا هېواد څخه بهر تللو له امله په دې غونډه كښې ګډون ونه كړو۔دواړو كمېټو د خېرسګالۍ څرګندونې سره د نن غونډه يو مثبت پیشرفت وګرځولو۔ دوي هيله څرګنده كړه چې پارليمان د مسئلو حل كولو مهم فورم دے بايد مذاكراتي عمل روان وساتلې شي۔په غونډه كښې د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د شهيد شويو كسانو لوړو درجو له دعا وشوه او د دې عزم څرګندونه وشوه چې د ترهه ګرۍ مخ نيوي جنګ كښې به مونږ ټول اوږه په اوږه ولاړ يؤ۔دواړو مذاكرتي كمېټو د سپيكر سردار اياز صادق مننه وكړه۔په غونډه كښې مثبت خبرې اترې وشوې۔ د كمېټۍ راروانه غونډه به په 2 جنوري 2025 كښې كېږي چې پكښې به چارټر آف ډيمانډ هم وړاندې كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں