د وفاقي وزير سميع سعيد په مشرۍ كښې د فور آر اېف د جاج غونډه

image

اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ لنډمهاله وفاقي وزير سميع سعيد وئيلي دي چې د سېلاب نه پس د بحالۍ عمل او د مرستې د رقم اجراء و ترسيلاتو عمل كښې سپېځلتيا لپاره په وزارت كښې په ډېش بورډ سسټم كار جاري دې۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د فور آر اېف پحقله د جاج غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د منصوبه بندۍ كمېشن غړو٬ د منصوبه بندۍ وزارت چارواكو او د اېن ډي آر اېم چارواكو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د چارواكو لخوا وفاقي وزير ته ګرد هېواد كښې سېلاب څخه د شوي زيانونو٬ ريليف او بحالۍ د كارونو پحقله تفصيلي بريفنګ وركړے شو۔ وفاقي وزير په دې موقع ووئيل چې د سېلاب نه پس د بحالۍ عمل او د مرستې د رقم اجراء و ترسيلاتو عمل كښې سپېځلتيا لپاره په وزارت كښې په ډېش بورډ سسټم كار جاري دې۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کا انعام