د امنيتي ځواكونو باجوړ كښې كاروائي٬ 9 ترهه ګر ووژل شول

image

پېنډي 24 اکتوبر(اے پی پی)امنيتي ځواكونو د خېبرپښتونخوا په باجوړ سيمه كښې د يوې كاروائي په مهال د زيات مطلوب ترهه ګر پشمول 9 ترهه ګر وژلي دي۔د پاك پوځ اولسي اړيكو څانګې(آئي اېس پي آر)له مخې دا عمليات تېره شپه د انټيلي جنس معلوماتو په بنياد وكړې شول چې پكښې د ترهه ګرو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه۔ د كاروائۍ په مهال د ډزو تبادلې نه پس 9 ترهه ګر ووژل شول ۔په مړو شوو ترهه ګرو كښې دوه ځانمرګي بريد كوونكي او زيات مطلوب ترهه ګر لارښود سيد محمد عرف قريشي استاد هم شامل وو۔د ترهه ګرو څخه په لويې مقدار وسله او چاودېدونكي توكي برآمد كړې شوي۔د پاك پوځ وينا ده چې دا ترهه ګر په امنيتي ځواكونو او د عامو وګړو په ضد ترهه ګرو كاروائيو كښې ككړ وو ٬ امنيتي ځواكونه د هېواد څخه د ترهه ګرۍ خاتمې عزم لري۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا سانتا کیٹرینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں