د روس فېډرېشن دفاع لپاره نائب وزير كرنل جنرل اليګزينډر روي فومن د نيول هېډكوارټرز دوره٬نيول چيف اېډمرل نويد اشرف سره ملاقات

image

پینډي 30 اكتوبر (اے پي پي)د روسيې فېډرېشن نائب دفاع وزير كرنل جنرل اليګزينډر روي فومن د نيول هېډكوارټرز اسلام آباد دوره وكړه او نيول چيف اېډمرل نويد اشرف سره يې ملاقات وكړو چې پكښې د شريكې خوښې په پيشه وره چارو٬سيمه ايزې ميري ټائم سيكيورټي صورتحال او په دوه اړخيزه بحري مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې نيول چيف ووئيل پاكستان رشين فېډرېشن سره اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او تل پاتي ګڼ اړخيزه شركتدارۍ له خوښي لري۔ملاقات كښې د دواړو بحري ځواكونو ترمينځه دوه اړخيزه تربيې٬ د بحري جنګي جهازونو دورو او د دوه اړخيزه بحري مشقونو پشمول د مرستې په بېلو اړخونو هم غور وشوو۔دواړو لارښودو ميري ټائم سيكورټي او بحري ټېكنالوجي په څانګو كښې شريكې مرستې لا قوي په اړه هم اتفاق وكړو۔د روسي فېډرېشن نائب دفاع وزير په منطقه كښې ميري ټائم سيكيورټي كښې د پاك بحريه د سباؤن هڅو او د لوړ عزم اعتراف وكړو۔

مضمون کا ماخذ : جڑواں اسپن
متعلقہ مضامین
مزید خبریں