دوحه 31 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي پاکستان كښې زراعت، انفارمېشن ټيکنالوجي او د سېلګرۍ پشمول پراخه اقتصادي څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښه موقع شته، حکومت غيرملکي سرمايه کارو له ښه ماحول وركولو له لوظي دے۔د زيارت په روځ د وزيراعظم آفس پريس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سره د ملاقات په مهال وكړه۔په دې موقع دواړو لارښودو شريكو اړيكو او په خاص توګه تجارت، سرمايه کارۍ، توان او كلتوري تبادلو پشمول نورو څانګو كښې په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم شهباز شريف د پاکستان اقتصادي پرمختګ كښې د قطر مرسته وستائېله او بيلو څانګو كښې پرله پسې په مرسته يې مننه وكړه۔ده د دواړو هېوادونو ترمينځه اقتصادي اړيكو لا مستحکمولو لپاره د پاکستان د عزم پخلے وكړو۔ وزيراعظم په قطر كښې د موجودو پاکستانيانو په كوربتوب كولو د قطر حکومت مننه هم وكړه ۔ ده ووئيل دلته مېشته پاکستانيان د دواړو هېوادونو ترمينځه د پل پل کردار ترسره كوي۔ملاقات په مهال دواړو لارښودو په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه او په ټولو چيلنجونو قابو موندلو له يې په امناكه حل او شريكه مرسته زور راوړو۔ وزيراعظم شهباز شريف د غزه په شخړه د قطر د اصولي موقف او سيمه كښې امن او د استحکام ودې له پرله پسې هڅې هم وستائېلي۔ ده د شخړي هواري او د غزه اولس تكليفونو كمولو لپاره د قطر د انساني همدردۍ اقدامات او سفارتي هڅي وستائېلي۔ ده مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن ودې له د قطر اهميت تسليمولو سره د خبرو اترو سهولت کار او سيمه ايزي شخړو منصفانه حل لپاره د قطر کردار وستائېلو۔په دې موقع د قطر وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني سيمه كښې د پاکستان سټرټيجکي اهميت رامخې ته كولو سره اقتصادي پرمختګ او سيمه ايز استحکام د قطر وژن له مخې د پاکستان سره اړيكو لا قوي له د عزم پخلے وكړو۔د قطر وزيراعظم د افغانستان پشمول سيمه كښې د امن ودې لپاره د پاكستان سره په ګډه كار كولو له د عزم څرګندونه وكړه۔ دواړو لارښودو شريكي مرستي ته ودې وركولو او د پرمختګ نوې څانګي په ګوته كولو له د اعليٰ پائې تبادلو روان ساتلو ته صلاح شول۔ملاقات كښې وزيراعظم شهبازشريف د قطر سرمايه کارو له د پاکستان متنوع اقتصادي څانګو پشمول زراعت، انفارمېشن ټيکنالوجي او سېلګرۍ كښې د سرمايه کاري بلنه وركړه۔ده غير ملکي سرمايه کارو لپاره د ښه ماحول وركولو له د حكومت د عزم او تګلاري څخه د قطر وزيراعظم خبر كړو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د قطر امير او وزيراعظم شيخ محمد بن عبدالرحمن الثاني هركلي او ميلمستيا كولو مننه كولو سره ووئيل زما دې دورې سره به د پاکستان او قطر ترمينځه ملګرتيا ، شريك احترام او مرستي قوي اړيكي لا مستحکمې شي۔