پاك جاپان تجارتی اړيكو ته ودې وركولو كښې د جاپان سفیر مهم كردار ترسره كوي۔جام کمال

image

اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د تجارت وفاقی وزیر جام کمال خان وئيلي دي پاك جاپان تجارتی اړيكو وده كښې د جاپان سفیر مهم كردار ترسره كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ پاکستان كښې د جاپان موده تر سره كونكې سفیر واډا مټسوهیرو سره د مخه ښې ملاقات كښې وكړه۔ وفاقی وزیر د جاپان سفیر دلته وظيفه ترسره كول يو یادګار وګرځولو۔ ده ووئيل پاکستان كښې د جاپان آټو انډسټري مهم كردار ترسره كوي، پاکستان ځائې مینوفیکچرنګ ته ودې وركولو له لوظي دے۔ ملاقات كښې د جاپان سفیر پاکستان كښې تجارت او ټیکنالوجی څانګه كښې مرسته وستائېله۔ده ووئيل پاکستان كښې د الیکټرك ګاړو سباؤن روښانه دے او د دې ودې لپاره به جاپان خپله مرسته روانه ساتي۔ سفیر واډا په پاکستان كښې د وظيفي ترسره كول يو ښه تجربه ګرځولو سره په ميلمستيا كولو مننه وكړه۔ده د پاکستان متحرك كلتوري وستائېلو او د ټیکنالوجی نه تر تجارت بېلو څانګو كښې د دواړه هېوادونو ترمينځه د نتیجې وړ مرستې او پرله پسې اقتصادی پرمختګ لپاره يې د هېواد صلاحیت رامخې ته كړو۔

مضمون کا ماخذ : راکی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں