په اسلام آباد كښې به امن په هر صورت باوري كولے شي ٬ خواجه آصف

image

اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه اېم آصف پي ټي آئي ته خبردارې وركړے دے چې د كوم هم پرتشدد احتجاج به سخت ځواب وركولے شي او په اسلام آباد كښې به امن په هر صورت باوري كولے شي۔ د اتوار په ورځ په يوه مركه كښې د دفاع وزير په دې خبره زور راوړو چې كوم غېر قانوني جلوس ته به په اسلام آباد د بريد كولو اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل حكومت به د اسلام آباد امن ته د زيان رسوؤنكو وګړو په ضد سخته رويه خپلوي۔ ده ووئيل د حكومت لخوا پرتشدد جلوس لپاره د زيرو ټالرنس وارننګ سره اسلام آباد هائي الرټ ساتلے شوے دے۔ ده په پي ټي آئي تور ولګولو چې هغه په رياستي ادارو بريد كولو له بې ګناه وګړي كاروي۔ د پي ټي آئي احتجاج سره به رياست بلېك مېل نه شي۔ ده په دې خبره د مايوسۍ څرګندونه وكړه چې كله هم د كوم هېواد اعلی چارواكي او پلاوي پاكستان ته د راتللو اعلان كوي نو تحريك انصاف احتجاج كوي۔ ده ووئيل علي امين ګنډاپور دې د صوبې د امن وضعې ته پام وګرځوي۔ وفاقي وزير ووئيل حكومت او عسكري مشرتبه دواړه هېواد په مخ په وړاندې بيايي٬ مونږ به كوم پرتشدد جلوس ته په كوم هم حالت كښې په اسلام آباد د بريد كولو اجازه ورنكړؤ۔ ده امن په ځاے ساتلو له د حكومت د مضبوط دريځ پخلے هم وكړو۔

مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں