مالياتي نظام د نړيوالو معيار له مخې جوړول د هېواد او نړيوالو سرمايه كارو باور زياتولو لپاره د اهميت وړ دے۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب د انټرنېشنل اكاؤنټنګ سټينډرډز بورډ پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 26اکتوبر (اے پي پي)د خزانې او محصولات وفاقي وزير سېنېټر محمد اورنګزېب وئېلي دي مالياتي نظام د نړيوالو اصولو له مخې معياري جوړول د هېواد او نړيوالو سرمايه كارو د باور زياتولو لپاره د اهميت وړ دے۔ده دا خبره د نهې په ورځ د انټرنېشنل اكاؤنټنګ سټينډرډز بورډ پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔د پلاوي مشري د آئي اے اېس بي چيئرمېن ډاكټر اينډرياس كوله۔پلاوي كښې د آئي اے اېس بي ممبر جيانچائولو٬انسټي ټيوټ آف چارټرډ اكاؤنټنټس آف پاكستان صدر فاروق رحمان او اېشيا-اوشيانا اكاؤنټنګ سټينډرډز ډلې چيئرمېن رانا عثمان خان شامل وو۔د اصلاحات او وسائلو متحرك كولو كمېشن(پي آر ايم سي)چيئرمېن اشفاق ټوله او د فنانس ډويژن سينئر افسران هم په غونډه كښې موجود وو۔د خزانې وزير پلاوي ته ډاكيومينټيشن او مالي سپيځلتيا د لارې ټيكس آمدن كښې اضافې لپاره د حكومت جامع پالېسۍ فريم ورك په اړه ووئيل۔ده مالياتي نظام د نړيوالو اصولو له مخې معياري جوړولو په اهميت زور راوړو او وې وئېل دا د هېواد او نړيوالو سرمايه كارو باور زياتولو لپاره مهم دے۔د پائيدار اقتصادي پرمختګ لپاره سازګار ماحول پېدا كولو په غرض ده د پالېسو تسلسل باوري كولو له د حكومت د عزم پخلې وكړو ۔ډاكټر اينډ رياس د نړيوال اكاؤنټنګ معيار خپلولو كښې د پاكستان مشري وستائېله او د نړيوال اصولو ابتدائي پيروي كونكې هېواد په توګه يې د پاكستان ستائنه وكړه۔د خزانې وزير ووئيل سپيځلتيا د سرمايه كارۍ معيار راغب كولو او د پاكستان په اقتصادي نظام د باور كولو لپاره ضرورې ده۔ ګډون كوونكو په پاكستان كښې د انټرنېشنل فنانشل رپورټنګ سټينډرز نفاذ په اړه په چېلنجونو او موقعو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔فاروق رحمان او رانا عثمان خان په دې اړه خپلو خبرو كښې ووئېل چې آئي كيپ او آسيا٬اوشيانا اكاؤنټنګ سټينډرډز ډله په كوم ډول مالياتي رپورټنګ نظام قوي كولو كښې خپل كردار ادا كوي۔دغسې ډلو د پاكستان مالياتي ډاكيومينټېشن او رپورټنګ نظام د نړيوال معيار له مخې لا قوي كولو له د عزم پخلے وكړو۔

مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں