وزيراعظم په يونان كښې د جزيرے سره نزدې د پاكستاني وګړو په حق رسيدلو پېښه د افسوس څرګندونه وكړه،د كورنيو چارو وزير ته د پېښي زر تر زره رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه

image

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم په يونان كښې د جزيرے سره نزدې د پاكستاني وګړو په حق رسيدلو پېښه د افسوس څرګندوني سره د كورنيو چارو وزير ته د پېښي زر تر زره رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه وكړه ٬ وزيراعظم انساني قاچاق يو ناوړه جرم وګرځولو چې له امله ئې قيمتي ځاني زياتن كيږي۔د اتوار په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف يونان كښې د جزيرے سره نزدې د پاكستاني وګړو په حق رسيدلو پېښه د افوس څرګڼدوني سره په دې لړ كښې ټول ضروري اقدامات كولو سپارښتنه وكړه۔وزيراعظم ووئيل انساني قاچاق يو ناوړه جرم دے د كوم له امله چې قيمتي ځاني زيان كېږي، انساني قاچاق بر يو داسې ظالم مافيه ده كوم چې غريب اولس ته د دروغو او ښه خوابونه ښودلو سره د هغوي څخه روپۍ اخلي۔وزيراعظم د كورنيو چارو وزير محسن نقوي ته د پېښي زر تر زره د پلټنو رپورټ وړاندې كولو سپارښتنه كولو سره ووئيل داسې كسانو شناخت دې وكړې شي او هغوي له دې سخته سزا وركړې شي دغسې چې هغوي بيا داسې ونه كړي او سباؤن كښې د دې ډول پېښو مخنيوي له دې كوتلي ګامونه پورته كړې شي۔

مضمون کا ماخذ : کراچی لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں