مظاهرچيانو سره به خبرې نه كېږي ، د وفاقي وزیر محسن نقوي میډیا سره خبرې

image

اسلام آباد۔26نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي وئېلي دي وزیراعظم او د حکومت پرېكړه ده چې مظاهرچيانو سره به كومې خبرې نه كېږي ،د احتجاج په مهال د شوي ځاني او مالي زيان ذمه واره يوه مېرمن ده ۔ ده د نهې په ماښام ډي چوک كښې د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ سره میډیا سره خبرې كولې ۔وفاقي وزير محسن نقوي ووئېل ټول خبر شول چې څنګه خلق راغلل او کارروائي كوي ، د دوي څېرې هم د ټولو په وړاندې دي ، آيا داسې وي پرامن احتجاج؟ مظاهرچيانو هڅه كړې وه چې په څه نه څه ډول مړي وكړي ۔ ده ووئېل وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې غونډې پرېكړه كړې وه چې سيمې هم کلیئر ساتل دي او ځاني زيان هم ونه شي ۔ ده ووئېل مظاهرچيان ډي چوک ته رارسېدلې دي ، د دوي د راتللو نه پس دا نشي كېدې جې دوي سره خبرې وكرې شي ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئېل دا ځل په اسلام آباد كښې د مظاهرچيانو مخ نيوي له زمكه نه وه كنستلې شوې ، د غبرګو ښارونو تر مينځه تګ راتګ هم دوامدار ؤ ۔ ده ووئېل د تېرې يوې اونې نه مونږ وايو چې د اسلام آباد وګړي تنګول نه دي پكار، داسې صورتحال باوجود موبائل سروس روان دے ، ټریفک هم په يو لائن چلېږي ۔ د مظاهرچيانو سره وسله ، ليندې دي ، آيا دوي څنګه دغسې پرېښودلې كېدې شول ؟ ده ووئېل پي ټي آئي د دروغو انتها وكړه ٬ وائي چې د رینجرز اهلکار د خپلو ګاډو لاندې شوي وو ۔ ده ووئېل خبرې د پاکستان پرامن وګړو سره كېدې شي خو افغانانو او انتها خوښو سره هيڅ خبرې نشي كېدې ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل مړے وړونكو زمونږ امنيتي اهلکار شهید کړے دے۔

مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں