کرغزستان سره تجارت، سرمايه کارۍ، اولسي او سيمه ايزو روابط په اړه مرسته زياتولو ته ضرورت دے۔ د وزيراعظم شهباز شريف د کرغزستان د كابينې د وزيرانو چيئرمېن ژاپاروف اکيل بېك سره خبرې

image

اسلام آباد 15 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف جمهوريه کرغزستان سره مرستې ته د لا ودې وركولو د خواهش څرګندونې سره تجارت، سرمايه کارۍ، اولسي او سيمه ايزو روابطو په څانګو كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړے۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د دې خيالاتو څرګندونه ده په اسلام آباد كښې د شنګھائي مرستې تنظيم د کونسل آف هيډز آف ګورنمنټ (سي اېچ جي) غونډې په موقع د جمهوريه کرغزستان د كابينې د وزيرانو چيئرمېن ژاپاروف اکيل بېك سره په ملاقات كښې كړې۔ وزيراعظم د شنګھائي مرستې تنظيم په غونډه كښې د جمهوريه کرغزستان د ګډون مننه وكړه او د اېس سي او د موجوده مشر په حېث ئې د کرغزستان لخوا د پاکستان د ملاتړ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم د دواړو هېوادونو ترمېنځه د زړو اړيكو ذكر كولو سره د پاکستان او کرغزستان ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په وده د اطمينان څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم جمهوريه کرغزستان سره مرستې لا قوي كولو له خپل خواهش څرګند كړو او په دې لر كښې يې د تجارت، سرمايه کارۍ، اولسي او سيمه ايزو روابطو په څانګه كښې د مرستې زياتولو په ضرورت زور راوړو۔ ژاپاروف اکيل بېك د پاکستان لخوا د شنګھائي مرستې تنظيم د حكومتي مشرانو د غونډې په كاميابه تابيا وزيراعظم شهباز شريف له مباركي وركړه او په دوره د راغلي پلاويو په تود هركلي ٬ ښه انتظامات او په زړه پورې مېلمستياﺀ مننه وكړه۔ ده د کرغزستان پاکستان سره د مرستې دوامداره ساتلو لپاره خپل خواهش څرګند كړو كومې سره چې به د دواړو هېوادونو د اولس د شريكې ګټې په ټولو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركړې شي۔

مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں