اسلام آباد 27 اکتوبر (اے پي پي) پارلیمنټیرینز فار ګلوبل ایکشن 45م كلن فورم او پارلیمنټیرینز مشاورتي اسمبلۍ 13مه غونډه به په 28 او 29 اکتوبر د قومی اسمبلۍ په كوربتوب كښې پاکستان انسټیټیوټ فار پارلیمنټری سروسز (پیپس)، اسلام آباد كښې كېږي۔په دې دوه ورځنۍ غونډه كښې به نړيوال امن و انصاف، موسمیاتی بدلون او په نورو مهمو چارو غور كولې شي۔د قومی اسمبلۍ سیکرټریټ ډائریکټوریټ جنرل آف میډیا د اړخه د اتوار په ورځ جاري شوې پریېس ریلیز له مخې په دې غونډه كښې به د 39 هېوادونو څخه تعلق لرونكي پارلماني غړي ، نړيوال قانون پوهان ن، دانشوراو میډیا او سول سوسائټۍ نمائندګان ګډون كوي۔دا کنفرنس كول د پاکستان د امناكه او جمهوری شناخت رامخې ته كولو سره سره د کامیاب پارلیمانی سفارتکارۍ څرګندونه هم ده۔