وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه پس پاكستان ته راستون شو

image

اسلام آباد 13 نومبر(اے پی پی) وزيراعظم محمد شهباز شريف د آذربائيجان درې ورځنۍ دورې بشپړولو نه پس پاكستان ته راستون شوې۔د آذربائيجان د انصاف وزير فريد احمدوف وزيراعظم ته د باكو په هوائي مېدان په مخاخه ووئيل۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه وزيراعظم شهباز شريف د آذربائيجان خپلې دورې په مهال كاپ -29 كلائميټ مشرانو په غونډه كښې ګډون كړی او د نړيوالو لارښودو سره يې ملاقاتونه كړي۔وزيراعظم په تاريخي توګه د ماحولياتي آلودګۍ ذمه وارو هېوادونو د اړخه ماحولياتي نړيوال معاشي لوظونو په ترسره كولو زور راوړې۔وزيراعظم د تاجكستان د اړخه د ګليئشيرز تحفظ په اړه په دستوره كښې ګډون كړې۔وزيراعظم په دې موقع د ډنمارك٬چك ريپبلك وزيراعظمانو او د آذربائيجان صدر سره دوه اړخيزه ملاقاتونه كړي۔وزيراعظم د كاپ -29 كلائميټ ايكشن مشرانو غونډې په موقع د برتانيې وزيراعظم٬متحده عرب امارات٬تاجكستان٬ازبكستان٬قازقستان او نيپال صدرانو سره غېر رسمي ملاقاتونه هم كړي۔

مضمون کا ماخذ : وائکنگز گو برزرک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں