اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د داخله چارو وفاقي وزير محسن نقوی د اېف اېټ اېکسچېنج چوک انټرچینج پراجېکټ ناڅاپي دوره وكړه او د روان پرمختيائي كار جاج يۍ واغست۔ د داخله چارو وزارت لخوا د جاري شوي بيان له مخې وفاقي وزير تېره شپه د اېف 10 چوك دوره هم وكړه۔ داخله وزير د روانو تعميراتي كارونو معائنه وكړه۔ داخله وزير د منصوبې د پائلنګ ورك زر تر زره بشپړ كولو امر وكړو۔ وفاقي وزير په انډر پاس او فلائي اوور د روان كار جاج هم واغست۔ په دې موقعه داخله وزير ووئيل اېف اېټ اېکسچېنج چوک انټرچېنج به د 12 مياشتو په ځاے كه پاك پروردګار ته منظور وي په 4 مياشتو كښې بشپړ شي۔ د اېف اېټ اېکسچېنج چوک انټرچېنج پراجېکټ لاندې به يو فلائي اوور- يو انډر پاس او رابطه سړكونه جوړولې شي۔ ده ووئيل 24 ساعته كار روان ساتلو سره به منصوبه په ټاكلي وخت كښې ترسره كولې شي۔ محسن نقوی د اېف 10 چوک د مستند ټرېفک کاونټ هدايت كولو سره ووئيل ټریفک کاونټ څخه وروستو به د انډر پاس د جوړولو جاج اغستے شي۔ د سي ډي اے چیئرمېن اېم علی رندھاوا د اېف اېټ اېکسچېنج چوک انټرچېنج پراجیکټ په اړه وفاقي وزير ته بريفنګ وركړو۔ ډپټی کمشنر اسلام آباد، د سی ډی اے اعلی چارواكي او كنټرېكټر هم په دې موقعه موجو وو۔