اسلام آباد۔25نومبر(اے پي پي) په ګرده نړۍ كښې 25 نومبر په مېرمنو د تشدد ختمولو نړيوالې ورځې په توګه لمانځلې شي٬ په مقبوضه جمو وكشمير كښې مېرمنې پرله پسې هندي رياستي ترهګرۍ ٬ ظلم او تشدد سره مخ دي۔ د کشمیر میډیا سروس لخوا د دې ورځې په اړه د جاري كړې شوي رپورټ له مخې هند د كشمير مېرمنو حرمت او وقار په نخښه كولو له تور قانون د وسلې په توګه كاروي۔ په خاص توګه په 5 اګست 2019 د بی جے پي حکومت غېر قانونی اقدامات د هندي پوځ ، پېراملټري ځواكونو ، پولیس او اېجنسيو ته د خپلې ايجنډې مخ په وړاندې بوتللو له په ښكاره توګه د كشمير مېرمنو په نخښه كولو ٬ ځورولو او د هغوي په اړه د سپكاوي تبصرې كولو له قانوني جواز وركړے دے۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي هندي ځواكونو د كال 1989 څخه په مقبوضه سيمه كښې 2353 مېرمنې شهيدې كړي او د 11,265 يۍ بې حرمتي كړې ده۔ د هند رياستي ترهګرۍ له امله په تېرو 36 كلونو كښې 22,980 کشمیرې مېرمنې كونډې شوي دي۔ په رپورټ كښې وئيلې شوي 65 كلنه آسیه اندرابي ، ناهیدہ نسرین، فهمیدہ صوفي، آسیه بانو، آفرینه، نګینه، عشرت رسول، منیرہ بیګم، سروہ بیګم، شفیقه بیګم، روبینه نذیر، نصرت جان،شبروزہ بانو، مدیفه او د شیما شفیع وازہ په شمول ګڼ شمېر مېرمنې په غېر قانوني توګه د هند او جمو وكشمير په بېلو زندانونو كښې له 7 كاله څخه زياتې مودې راهېسې نظربندې دي۔ هندي ځواكونو د روان كال په مهال راجوری، پونچھ، سانبه او کټھوعه ضلعو كښې د بې بنسټه مقدمو په بنياد په كورونو د چھاپو وهلو په مهال د خانه بدوش اقام دین او طالب شاہ كونډو په شمول يو شمېر مېرمنې نيولې دي۔ د هند ځواكونو د كال 1991 فرورۍ مياشت كښې په 23 مه نېټه د كپواړه ضلعېپه كنن پوره سيمه كښې د محاصرې او لټون كارروايۍ په مهال نزدې 100 مېرمنې د ظلم زياتي او تشدد سره مخ كړې۔ په رپورټ كښې د بشري حقونو په نړيوالو ادارو زور راوړلے شوے چې هغه دې راوړاندې شي او هند دې په كشميريو مېرمنود ناوړه جرمونو او د بشري حقونو خلاف ورزيو څخه منع كړي۔ په دې مهال د کل جماعتی حریت کنفرنس لارښودو زمرودہ حبیب، یاسمین راجه او فریدہ آپا جی په خپلو بېلو بيانونو كښې نړيوالې ورورولۍ ته غږ وكړو چې هغه دې په جمو وكشمير كښې د روانې هندۍ ترهګرۍ مخنيوي له خپل اختيار اوكاروي