نړۍ له د اوبو په بحران قابو موندلو له مضبوط سياسي عزم او نړيوال قيادت ته اړتيا ده ٬ د وزیراعظم شهباز شریف سعودي عربستان كښې ون واټر سرمشريزې غونډې ته خطاب

image

ریاض۔04 دسمبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف ګردې نړۍ لپاره د وجودي خطر سره مخ د اوبو په بحران قابو موندلو له د مضبوط سياسي عزم او نړيوال قيادت په حاجت زور راوړے۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده ون واټر سرمشريزه غونډې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل د دې غونډې په كولو د سعودی عربستان ،فرانس او قازقستان سره سره د نړيوال بېنك لخوا انسانيت لپاره تر ټولو مهم چېلنج ٬ د اوبو تحفظ له د سرمشريزې غونډې په كولو مننه كوم۔ ده ووئيل د نړۍ نزدې نيمه آبادي د اوبو كمي سره مخ ده٬ د كروړونو په شمېر خلق د څښلو پاكې اوبه نه لري۔ وزیراعظم په دې خبره زور راوړو چې آبی وسائل تندۍ سره په ختمېدو او د تنزلۍ ښكار دي٬ پاكستان دې چېلنجونو سره بې خبره نه دے٬ زمونږ دريابونه ٬ ګلېشیئرز او ایکوېفرز په موسمياتي بدلونونو او آبادۍ كښې د زياتوالي له امله تندۍ سره كمزورې كيږي۔ ده ووئيل پاكستان په كال 2022 كښې تباهي كونكي سېلاب سره مخ پاتې شو كوم چې آبي وسائلو او د اوبه خور څانګې ته په لويه كچه زيان ورسولو۔ زمونږ نزدې 70 فيصده زمكه په للمه او نيم بنجر سيمو مشتمل ده او زمونږ آبادي نزدې 30 فیصده برخه د اوچ كالۍ په څير حالاتو سره مخ ده۔ وزیراعظم په دې خبره رڼا واچوله چې دا ډول تباهي كونكي آفتونه او چېلنجونه د كوټلو نړيوالو اقداماتو نشتوالي د لاسه لا زياتېدې شي ولې چې پاكستان په هغه 10 هېوادونو كښې شامل دے كوم چې د موسمياتي بدلونونو د لاسه زياتو خطرو سره مخ دي ۔ د اوبو د عبوري انتظام په اړه وزيراعظم ووئيل اوبه د سياسي حدونو څخه پرته د قامونو ترمينځه تړون رامخې ته كوي او ګډ ماحولياتي نظام ته وده وركوي٬ له دې كبله پاكستان د پولې پورې غاړه همكارۍ ته زيات اهميت وركوي ، سندھ طاس لوظنامه د اوبو وېش كنټرول كوي٬ دا د دې ډول انتظام يو مثال دے۔ ده زياته كړه چې دې لوظنامې په اوسنيو كالونو كښې د ځانګړو چېلنجونو مشاهده وكړه په كومو كښې چې اپ سټريم ډېمونو جوړولو په شمول يو شمېر عوامل شامل دي۔ دغسې دا لوظنامه سيمه ايز امن او استحكام په ځاے ساتلو لپاره هم اهميت لري۔ وزیراعظم د ’’ریچارج پاکستان‘‘ په اقدام هم رڼا واچوله چې مقصد يۍ د سېلاب خطرو مخنيوې او د اوچ كالۍ اثرات كمول دي۔ ده ووئيل مونږ يو’’قامی خشک سالی پلان‘‘ ته هم حتمي شكل وركوؤ۔ وزیراعظم اوبو سره په اړوندو چېلنجونو قابو موندلو له په نړيواله كچه شپږ نكاتي ايجنډا هم تجويز كړه۔ ده د نړيوال آبي تنظيم جوړولو له د سعودي عربستان د وزيراعظم ٬ ولی عهد شهزادہ بن سلمان د زيرك مشرتابه او اقدام ستائنه وكړه۔ ده ووئيل مونږ په دې اقدام كښې په شاملېدو وياړ محسوسوؤ۔ د دې په باني غړو كښې د يو غړي په توګه د دې د مهمو هدفونو سر كولو كښې هره ممكن مرسته كولو ته سترګې په لاره يؤ۔ د خطاب په پايه كښې وزیراعظم خپل پلارني ښار لاهور څخه د تېرېدونكو دريابونو په غاړه د ماشومانو د لوبو په زړه پورې منظر او د راوي درياب په غاړه مهيان نيوونكي او د كشتۍ يادولو سره ووئيل دا ښكلي يادونه د دې خبرې يادګېرنه كوي چې آيا دا خطر سره مخ دي۔ ده ووئيل د يو لارښود او د سباؤن خيال ساتونكې په حېث دا زمونږ فرض دے چې له پېړو راهېسې خپرېدونكو تهذيبونو لپاره دا دريابونه ٬ تالابونه او اېکوېفرز بايد د ماضي تر قيصو محدود پاتې نه شي

مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لائیو ڈرا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں