اسلام آباد 17دسمبر (اے پي پي )د قازخستان او پاكستان ترمينځه د تجارت ودې لپاره د منصوعات او مشينرۍ ډسپلے سينټرز جوړولو پريكړه شوی۔د نهې په ورځ د سرمايه كارۍ او نجكارۍ بورډ لخوا جاري شوي بيان له مخې دا پريكړه د سرمايه كارۍ او نجكارۍ او مواصلات وفاقي وزير عبدالعليم خان په مشرۍ كښې غونډه كښې وشوه چې پكښې د قازخستان سفير يرزهان كستافن خاص ګډون وكړو۔۔عبدالعلیم خان ووئېل پاکستان او قازخستان د يو بام لاندې بزنس کمیونټي ته په لويه توګه اسانۍ وركوي او په راروانو 3 كلونو كښې دوه اړخيزه تجارت يو په 100 به زياتوي ۔ ده ووئېل بېلو ښارونو ته د تللو په ځائے د غیر ملکي سرمایه کارو ضروریات به په يو مرکز كښې پورا كوو۔ په دې مهال د قازخستان سفیر پاکستان كښې د ډسپلے سینټرز جوړولو كښې زياته خوښي ولرله او د مرستې باور يې وركړو ۔ غونډه كښې ټیکسټائل، سرجیکل آلات، د لوبو سامان، د لاس جوړو څيزونو ، د څرمنې څيزونو او د زرعي څيزونو د ښودلو پرېكړه وشوه ۔وفاقی وزیر ووئېل پاکستان قازخستان سره په يو كال كښې خپل برآمدات كښې يو په 20 زياتوالے كول غواړي ، د نورو مينځنۍ اسيا هېوادونو سره به هم مشترکه بزنس تګلاره جوړوو ، الماتے، باکو او نورو لويو ښارونو كښې به پاکستان د خپلو څيزونو د نندارتون مركزونه جوړوي ۔ عبدالعلیم خان ووئېل د هېواد د غوښتنې تر مخه به هلته ډسپلے سینټرز لپاره پالیسۍ جوړوو ۔ دغسې د قازخستان سفیر د وفاقي وزیر عبدالعلیم خان په دوه اړخيزه مرسته كښې په خوښۍ لرلو مننه وكړه ۔