د مسلم ليګ (ن) مشرتابه او لارښودو په زغم سره د سياسي انتقام مقابله وكړه ٬ پي ټي آئي زمونږ د تحمل او د اقدارو خيال ساتلو سياست كمزوري وګڼلو ٬ د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

image

اسلام آباد۔17دسمبر(اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو ٬ قامي ورثې او كلتور وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي د مسلم ليګ (ن) مشرتابه او لارښودو په زغم سره د سياسي انتقام مقابله وكړه ٬ د پي ټي آئي ياداشت كمزوري دي ٬ هغوي د پرلت او احتجاج د لارې په هېواد كښې د بې ثباتۍ يو شمېر هڅې وكړې٬ په اسلام آباد كښې ناكامه احتجاج څخه وروستو تحريك انصاف د دروغو پروپېګنډا پېل كړه٬ د حكومت د كوټلو پالېسيو له امله هېواد د پرمختګ او استحكام په لاره روان دے۔ د نهې په ورځ په قامي اسمبلۍ كښې د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پی ټی آئی لارښود شېر افضل مروت د زغم او خبرو كولو په اړه مثبت خيالات څرګند كړي ۔ ده ووئيل مونږ په تشدد باور نه لرؤ٬ چاته مو دښمن وئيلے نه دے۔ ده ووئيل د پي ټي آئي چيئرمېن د كال 2013 په ټاكنو كښې لفټر څخه چې پرېوتو نو هغه مهال زمونږ د ټاكنو كمپائن روان ؤ٬ مونږ د پي ټي آئي باني سره اختلافات لرل خو نواز شريف د ګوند غونډه راوبلله او د ټاكنو د كمپائن ځنډولو اعلان يۍ وكړو۔ د ګوند ټول لارښود نواز شریف، شهباز شریف، رانا ثناء ، خواجه آصف او خواجه سعد رفيق روغتون ته لاړل۔ هغوي د خېر سګالۍ پېغام وركړو چې مونږ تا سره سياسي مخالفت لرؤ ذاتي دښمني نه۔ ده ووئيل د ټاكنو له ختمېدو وروستو نواز شريف بهر هېواد ته يا خپلې حلقې ته نه بلكې تر ټولو وړاندې بني ګاله ته لاړو او د پي ټي آئي چيئرمېن ته يۍ د دوستۍ لاس وركولو سره ووئيل مونږ غواړؤ چې د هېواد په بهترۍ كښې خپل كردار ترسره كړؤ۔ ده ووئيل تحريك انصاف زمونږ هڅې زمونږ كمزوري ګڼي ٬ هغوي دا بيانيه جوړه كړې چې دا زمونږ مخالفين دي٬ د دوئي په غم خوشحالۍ كښې به ګډون نه كوي۔ ده ووئيل زمونږ لارښود نوازشريف مونږ منع كړي وو او وئيلي يې وو چې دوئي د كنټنېر څخه څه هم وائي د هغې دې ځواب ورنه كړئ۔ ده ووئيل نواز شريف مونږ ته د اخلاق په دائره كښې پاتې كېدو سره د نقيد كولو تلقين كړے۔ ده ووئيل نواز شريف په دې هېواد كښې ټرېن مارچ هم كړے ٬ لويې اولسي غونډې يۍ هم كړي خو د چا سپكاوے يۍ نه دې كړے۔ د پي ټي آئي چيئرمېن به يۍ هم په خان صاحب بللو۔ د اطلاعات وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي لارښود د ډزو خبره كوي ٬ آيا تاسو د ساهيوال هغه كوچنيانو سره غمرازي وكړه د كومو مور پلار چې په رڼا ورځ د هغوي په وړاندې ووژلې شوي وو ۔ د پي ټي آئي د چيئرمېن د خطاب په مهال د ملتان په قاسم باغ جلسه كښې 8 كاركنان مړه شوي وو٬ خلكو چغې وهلې او د پي ټي آئي چيئرمېن تقرير كولو٬ آيا تاسو د هغوي كورونو سره غمرازي وكړه۔ آيا په سوشل ميډيا عليمه خان بېرسټر ګوهر څخه دا ګيله نه وه كړې چې تا 12 مړي ولې ووئيل؟ څوك 1200 يادوي او څوك 1600۔ ده ووئيل د مريم نواز د پلار د نيولو مقصد څه ؤ؟ د جهانګیر ترین په لونړو پرچې چا كړې وې ؟ وفاقی وزیر ووئيل زمونږ مشرانو په پاكستان كښې كردار ترسره كړے ٬ زمونږ په وينه كښې پاكستانيت شامل دے ٬ مونږ چرته هم نه ځؤ٬ ده ووئېل شهزاد اکبر یا شهباز ګل دلته ناست وو ٬ تاسو ته به يۍ ناسمه مشورې دركولې٬ مونږ به تاسو ته وئيل چې تاسو به دلته يۍ او دوئي به وتښتي۔ ده ووئيل زمونږ پام لرنه معيشت ته ده ٬ نن د سود شرح 13 فيصد ته راغلې ٬ ګراني 4 فيصده ته راغلې ٬ ترسیلات زر 8.8 ارب ډالر ته رسېدلې دي٬ د زرمبادله پنګې 12 اربه ډالره شوي٬ معيشت په سم لوري روان دے۔ ده ووئيل تحريك انصاف چې كله اقتدار ترلاسه كړو سترګې يۍ بدلې كړې ٬ خپلو سياسي مخالفينو څخه يۍ سياسي بدل واخست۔ دوئي مونږ كمزورې ګڼي ٬ مونږ د زغم سياست كوؤ۔ ده ووئيل شېر افضل مروت ښه خبره كړې۔ ده ووئيل اوس هم وخت دے چې د هېواد د پرمختګ په سفر كښې د خپلې برخې كردار ترسره كړؤ۔ ده ووئيل څومره چې تاسو پاكستانيان يۍ دومره مونږ هم يؤ۔ ده ووئيل كه تاسو د دروغو بيانيې سره مخ په وړاندې ځۍ او دې ته د انتقام په نظر هر څه ته ګورۍ نو بيا مخكښې تللے نه شوو

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ کے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں