د ډپټي انسپكټر جنرل سيد علي رضا د ايم ډي اے پي پي په شكايت د فوري كارروايۍ كولو باور

image

اسلام آباد۔8جنوری (اے پی پی) ډي آئي جي اسلام آباد د پرانستې محکمې په مهال د اېم ډي اے پي پي په شکايت د فوري کارروايۍ باور ورکړو۔ ډپټي انسپکټر جنرل (ډي آئي جی) سید علي رضا د شورو په ورځ د خلاصې محکمې په مهال د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاکستان (اے پی پی) منېجنګ ډائرېکټر ته د دړكې وركونكې تورن په ضد د سمدستي قانوني کاروايۍ كولو باور وركړو۔ د دې پرانستې محكمې اهتمام د اولسي مسئلو حل له صدر ٬ سټي او كليوال زونز كښې وشو۔ د پوليس وياند اے پي پي ته ووئيل په پرانستې محكمه (کچهری) كښې چيف ټرېفك آفيسر (سي ټي او) سرفراز ورك ٬ اېس پيز او اېس اېچ اوز ګډون وكړو۔ د پوليس وياند ووئيل وګړو بشپړ ګډون كولو سره خپل شكايتونه وړاندې كړل چې په موقعه يۍ حل كولو له هدايات جاري كړے شول۔ د پرانستې محكمې په مهال د اے پي پي ډائرېکټر کرائم اېنډ کورټس رشید ملک د انفارمېشن ګروپ ګرېډ 20 آفیسر اېم ډی اے پی پی عاصم کھچی ته د دړكې وركونكي كس په ضد په قانوني كارروايۍ كښې په تاخير اندېښنه ښكاره كړه۔ ده ووئيل د دې پېښې يوه مياشت شوې او تر دې دمه كومه قانوني كارروائي نه ده شوې۔ رشید ملک پوښتنه وكړه چې كه په پلازمينه كښې يو سینئر سول سروس آفیسر محفوظ نه دے نو د عامو وګړو د حفاظت به څه كيږي؟ ډی آئی جی سید علی رضا د خبريالانو په تحفظات د فوري كارروايۍ كولو باور وركړو او په دوه ساعته كښې دننه يۍ د مقدمې درج كولو هدايات جاري كړل۔ ده ووئيل په انصاف كښې تاخير به ونه زغملے شي او دا داسې سنګينو مسئلو حل كولو له به فوري ګامونه پورته كولې شي۔ سيد علي رضا ووئيل پوليس افسرانو له به ايماندارۍ او په جذبه سره كار كول وي۔ دوي هله بيا د دغه محكمې برخه پاتې كېدې شي۔ ده زياته كړه چې پوليس دفترونه وګړو لپاره 24/7 پرانستې دي او په محكمه كښې د كرپټ چارواكو يا په اولسي خذمت كښې خنډان راولاړونكو لپاره هېڅ ځاے نشته۔

مضمون کا ماخذ : عظیم البینی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں