اسلام آباد۔9جنوری(اے پی پی) د سېنېټ دوهم چيئرمېن سېدال خان وئيلي دي چې پاكستان ازبكستان سره دوه اړخيزه اړيكې لا پراخا كول غواړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د ازبكستان سفير علي شېر تختائيف سره خبرو كښې وكړه ۔ دوهم چيئرمېن ووئيل پاكستان ازبكستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري٬ پارلیمانی سفارتکاری به دوه اړخيزه همكارۍ ته وده وركولو كښې مرستياله وګرځي۔ ده ووئيل پاكستان او ازبكستان په بېلو نړيوالو فورمونو د يو بل د دريځ ملاتړ كړے دے۔ ده ووئيل د پاكستان وزيراعظم شهباز شريف د منځنۍ آسيا هېوادونو سره د اړيكو زياتولو عزم لري۔ په ملاقات كښې د پارليماني ٬ تجارتي او اقتصادي همكارۍ زياتولو له د عمل وړ روډ مېپ د چمتوالي په حاجت زور راوړلے شو او په پارليماني كچه د رابطه كارۍ په زياتولو او د پلاويو په تبادله اتفاق وكړے شو۔ دغسې په ملاقات كښې دوه اړخيزه تجارت ٬ سرمايه كاري او اقتصادي مرسته لا مضبوطولو له د عزم څرګندونه هم وشوه۔ ازبک سفیر ووئيل هيله ده چې وزيراعظم شهباز شريف به په فرورۍ كښې د ازبكستان دوره وكړي په كومه كښې به چې د تفاهم يادښتونه لاس ليك شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه دا مهال تجارتي حجم 400 ملین ډالر دے او په ګډه هڅې كولو سره دا لا زياتېدې شي۔ ازبک سفیر ډپټي چيئرمېن سېدال خان ته د ازبكستان د دورې بلنه هم وركړه۔ دوهم چيئرمېن ووئيل د وزيراعظم شهباز شريف د ازبكستان دوره به دوه اړخيزه اړيكې لا مضبوطولو كښې مهمه ثابت شي۔