د چکن ګونيا زياتېدونكے رنځ زيان مند دے، وائرس د ماشي چيچلو په سبب وجود ته رسي۔ ډاكټر مرلي دھر

image

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان نوموړي سرجن او د اېس آئي يو ټي د يورولوجي څانګې چيئرمېن ډاکټر مرلي دھر د چکن ګونيا زياتېدونكے رنځ زيان مند ګرځولو سره وئيلي دي دا رنځ د ماشي چيچلو په سبب خپرېږي او دې څخه يو شمېر خلق په دائمي تبه پرېوځي۔ نوموړي سرجن ډاکټر مرلي دھر اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چکن پاکس تبه يو وائرس وي او دا وائرس د ماشي چيچلو په سبب وجود ته رسي٬ د ماشي د چيچلو نه وروستو د دريو نه تر اووو ورځو تبه، په وجود كښې دړدونه٬ په جوړونو كښې دړدونه او په پنډو او ګيټو كښې دړونه وي خو ځيني كسان تر يو مياشت په تبه پراته وي او په تبه كښې د ځينې كسانو پنډۍ د دړدونو په وجه كمزورې شي او دا دړدونه مستقل پاتې شي۔ ده ووئيل چکن پاکس تبې لپاره پيراسيټامول سره د اوبو استعمال زيات كړې ٬ د تبے په زياتېدو ډاكټر سره رجوع كول پكار وي ۔ ډاکټر مرلي ووئيل دا وائرل تبه ده دې لپاره اينټي بائيوټکس ته ضرورت نه وي۔ ډاکټر مرلي دھر ووئيل خلق دې د ماشو نه ځان اوساتي٬ ځكه چې دا مهال ټول رنځونه د ماشو د لارې خپرېږي٬ خلق دې د صفائۍ خيال اوساتي٬ اوبه دې پټې ساتي٬ بشپړ لباس دې استعمالوي او د ماشو سپرے كول پكار ده۔ ډاكټر مرلي دهر ووئيل په دې موسم كښې د مچھردانۍ استعمال ضروري دے

مضمون کا ماخذ : مردہ یا زندہ II
متعلقہ مضامین
مزید خبریں