د ټيكنالوجي د خدمات برآمدات په كلنه بنياد 35 فيصد زيات شول: سټيټ بينك

image

اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د ټېكنالوجي د خدمات برآمدات د مالي كال په اولنو څلورو مياشتو كښې په كلنه بنياد 35 فيصد زيات رېكارډ شوي ۔ د سټېټ بېنك شمېرو له مخې د مالي كال په اولنو 4 مياشتو كښې د ټېکنالوجۍ د خدمات برآمدات سره هېواد ته د 1.206 ارب ډالرو زرمبادله ترلاسه شوه كومه چې د تېر كال په دومره موده كښې د ترلاسه زر مبادله په مقابله كښې 35 فيصد زياته ده۔ تېر كال په دومره موده كښې د ټېكنالوجي خدمات د برآمدات حجم 894 ملین ډالر ريكارډ شوے ؤ۔ په اكتوبر كښې دا حجم 330 ملین ډالر ريكارډ كړے شو كوم چې د تېر اكتوبر په مقابل كښې 39 فيصد زيات دے۔ تېر كال اكتوبر كښې د ټېكنالوجي د خدمات برآمدات د لارې هېواد ته د 238 ملين ډالر زرمبادله ترلاسه شوې وه۔ د ستمبر په مقابل كښې په اكتوبر كښې د ټېكنالوجۍ خذمات په برآمدات كښې په مياشتنيز بنياد 13 فيصد زياتوالے وشو۔ په ستمبر كښې د ټېكنالوجي برآمدات حجم 292 ملین ډالر ريكارډ كړے شوے ؤ كوم چې په اكتوبر كښې 330 ملین ډالر ته ورسېد

مضمون کا ماخذ : پیش گوئی اور حکمت عملی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں