موجوده حكومت فري لانسرز مسئلو حل كولو لپاره عزم لري۔شزه فاطمه خواجه

image

اسلام آباد 03 دسمبر(اے پی پی)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټيلي كميونيكېشن وزير مملكت شزه فاطمه خواجه وئېلي دي فري لانسرز او انفلوانسرز په حقيقي معنو كښې د پاكستان ډيجيټل اكانومي د روښانه سباؤن نمائندګي كوي٬فري لانسرز پاكستان د ټيلنټ٬انووېشن او تخليقي صلاحيتونو د مركز په توګه نړۍ كښې وړاندې كوي۔دې دا خبره د نهې په ورځ د پاكستاني فري لانسرز او انفلو انسرز سره ملاقات كښې كړی۔په دې موقع د آئي ټي سيكرټري ضرار هاشم خان هم موجود ؤ ۔د پاكستان فري لانسرز اېسوسي اېشن صدر طفيل احمد خان او چيئرمېن ابراهيم امين په ملاقات كښې د وېډيو لنك د لارې ګډون وكړو ۔شزه فاطمه ووئيل موجوده حكومت د فري لانسرز مسئلو حل لپاره عزم لري٬د آئي ټي او ټيلي كميونيكيشن انډسټري پرمختګ لپاره اقدامات كوو٬ځوانان٬فري لانسرز٬زده كوونكي او پرفيشنلز په نړيواله او ځايې كچه آن لائن ماركيټ كښې د موقعو څخه ګټه پورته كولو لپاره په ډيجيټل سكلز٬ټولز او تكنيك څخه سنګارولو لپاره هڅه كوو۔د آئي ټي وزير مملكت شزه فاطمه ووئيل په هېواد كښې د لا ښه کنیکټویټي لپاره په نېشنل فائبرائزېشن پلان كار روان دے٬هڅه ده چې هېواد ته ښه او معياري ټيلي كام سروسز ترلاسه وي٬د انټرنيټ ذمه واره كارول ډېر ضرورې دي ٬ دې ووئېل زمونږ پام په هېواد كښې د ډيجيټلائزېشن ودې پلو دے٬دا خبره د ډاډګيرنې ده چې زمونږ آئي ټي برآمدات كښې زياتوالے راغلو ۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں