پاکستان كښې هیلتھ کیئر ښه كولو لپاره دې اجتماعی هڅي وكړې شي۔سید یوسف رضا ګيلاني

image

اسلام آباد 15 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګيلاني ووئيل پاکستان كښې هیلتھ کیئر ښه كولو لپاره دې اجتماعی هڅي وكړې شي،هیلتھ کیئر نظام تر رسنه نه يواځي بنیادی انساني ‎حق بلكه د قومي پرمختګ بنیاد هم دے، 18م بدلون صوبې د صحت په اړه چارو كښې خپلواكه كولو كښې مهم كردار ترسره كړې۔ د سېنېټ چیئرمېن د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د صحت په اړه خبرتيا سیمینار كښې د خصوصی ميلمه په حيث خطاب کښې وكړه۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل آئینی ترمیم ترمخه صوبې د خپلي آبادۍ د ضروریات له مخې ځائې حل راوېستلو له اقدامات كولې شي۔ده ووئيل د اختیاراتو منتقل كولو سره د صحت په اړه يو كوټلې، شراکتی فریم ورك جوړولو كښې مرسته كړې،‎ وخت راغلې چې پاکستان كښې هیلتھ کیئر ښه كولو له اجتماعی هڅي وكړې شي۔د سېنېټ چیئرمېن ووئيل اولس ته نه يواځي هغه مرسته ترلاسه شوي د كوم چې هغوي مستحق دي بلكه يوه داسې ټولنه دې جوړه كړې شي كومه چې صحت له د پرمختګ په بنیاد اهميت وركړي۔ ده ووئيل د وزیراعظم په خيث ما په خپل دور كښې د هیلتھ کیئر څانګه قوي كولو له كوټلي ګامونه پورته كړي۔ده باور وركړو چې سېنېټ به د هیلتھ کیئر نظام قوي كولو او تر معیاری خيال ساتلو رسنه كښې ولاړ خنډان لري كولو له كوټلي کردار ترسره كوي۔د سېنېټ ‎چیئرمېن ووئيل د نن سیمینار د صحت په اړه د بيدارۍ او خېر ښېګړے ودي لپاره زمونږ د د اجتماعی عزم ثبوت دے۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کا انعام کیسے حاصل کریں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں