پینډي 7جنوري (اے پي پي )د پاکستان کرکټ بورډ(پي سي بي) چيئمين محسن نقوي سره د هاکي لیجنډز شهباز سینئر او خواجه جنید ملاقات کړے او آئي سي سي چیمپئنز ټرافي ټورنامنټ كښې يې د دوي د اصولي موقف ستائنه كړې ، پخوانو اولمپئنز ووئېل لكه څنګه چې تاسو کرکټ سټرکچر په بيړه سم كړے دے ، په دغه رفتار د هاکۍ سسټم سمولو ته اړتيا ده ۔ ملاقات كښې د هاکۍ لوبې ودې له په تل پاتې بنیادونو اقدامات له خبرې وشوې ۔ چیئرمین پي سي بي د هاکۍ لوبې لپاره د هر ممکن مرستې باور وركړو ۔ محسن نقوي ووئېل هاکي د پاکستان قامي لوبه ده او د پاکستان هاکۍ ډلې ماضي د درخشاںه تاریخ نه عبارت دے ، د هاکۍ تلونكې عظمت بحالولو لپاره به پورا مرسته كوو ۔ دغسې پخواني كپتان شهباز سینئر او خواجه جنید چیئرمین پي سي بي د جرمن او نیدرلینډز د هاکي کلبز دورې تفصیلات نه خبر كړو او په مارچ كښې د جرمن نیشنل جونیئر هاکي ټیم د پاکستان دورې په اړه يې بریف کړو ۔