اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير سېنېټر اعظم نذير تارړ وئيلي دي چې په جوډيشل كمېشن كښې به د پارليماني غړو په شمول چيف جستس او د سپريم كورټ څلور سينئر ججان شامل وي٬ د آئيني بېنچونو د تشكيل كولو اختيار به هم جوډيشيل كمېشن ته وركولے شي ، چیف جسټس به په درې تر ټولو زيات سينئر ججانو كښې درې كالو لپاره تعينات كولے شي٬ د جمعيت علماﺀ اسلام د 5 بدلونونو ملاتړ كوؤ۔ وفاقی وزیر د اتوار په ورځ د سينيټ غونډې ته د 26 م آئيني بدلون تحريك وړاندې كولو څخه وروستو ايوان ته د بدلون په اړه خپلو خبرو كښې ووئيل دا هم هغه مسوده ده كومه چې خصوصي پارليماني كمېټۍ منظوره كړې وه۔ اعظم نذير تارړ ووئيل په جوډيشل كمېشن كښې به د چيف جسټس په شمول څلور تر ټولو زيات سينئر ججان او څلور پارليماني غړي شامل وي او د آئيني بېنچ غړي به هم د كمېشن برخه وي۔ د هائيكورټ په چارو كښې به د صوبو نمائندګي هم كولې شي۔ ده ووئيل د آئين آرټیکل 175 اے كښې د بدلون كولو پرېكړه شوې ده۔ ده دا هم ووئيل چې په دې بدلون كښې د چیف جسټس موده درې كاله مقرر كړې شوې ده او د چيف جسټس د غوره كولو اختيار وزيراعظم پارليمنټ هاؤس ته وركړے دے۔ وفاقي كابينې په متفقه توګه ددې مسودې منظورې وركړې ده او هڅه شوې ده چې په اعلی عدالتونو كښې د ججانو په تعينات كولو كښې سپېځلتيا رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل دا معامله آئيني عدالت څخه پېل شوې وه او د دې ذكر شهيدې بې نظير بھټو او مياں نواز شريف هم كړې ؤ۔ ده ووئيل د جے يو آئي ف سېنېټر کامران مرتضیٰ به دې كښی 5 بدلونونه وړاندې كړي۔ په دې سلا يوه شوې ده۔ په دې كښې د اسلامی نظریاتی کونسل ،وفاقی شرعی عدالت او سود په اړه بدلونونه شامل دي۔ ده ووئيل اولس ته آسان او فوري انصاف رسولو له دې دا بل منظور كړې شي۔