پي اېس ډي پي كښې د بلوچستان برخه كښې د تيرو څو كلونو په مهال زياتتوالے راغلے ۔احسن اقبال

image

اسلام آباد 01 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ،اصلاحات او خصوصي اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي پي اېس ډي پي كښې د بلوچستان برخه كښې د تيرو څو كلونو په مهال زياتوالے راغلے۔ سږ كال هم پي اېس ډي پي كښې د بلوچستان لپاره 130 اربه روپۍ بيلي كرې شوي۔د جمعې په ورځ سېنېټ په غونډه كښې د سېنېټر دنيش كمار او كامران مرتضيٰ د پوښتني په ځواب وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د بلوچستان پسماندګي لري كولو لپاره د هغې د برخي څخه زيات وسائل وركول زمونږ ذمه واري ده۔ 2019 كښې د بلوچستان لپاره 57 اربه روپۍ ، 21-2022 كښې 180 اربه روپۍ ، 22-2021 كښې 99 اربه روپۍ، 23-2022 كښې 84 اربه روپۍ بېلي شوي۔مونږ تير كال پي اېس ډي پي كښې د بلوچستان لپاره 126 اربه روپۍ بېلي كړيدي ۔ ده ووئېل سږ كال د صوبې لپاره 130 اربه روپۍ بېلي شوي۔ده ووئيل اړوند وزارتونه په منصوبو د عملدرآمد ذمه وار دي۔ده ووئيل حكومت ټيكس محصولات او ټيكس ټو جي ډي پي زياتولو او خرڅونو كمولو ته پام لرنه كوي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری کے انعامات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں