اسلام آباد۔11نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب سره د جمهوریه ترکیه سفیر عرفان نذیر اوګلو د ګل په ورځ ملاقات وكړو ۔ ملاقات كښی د دواړو هېوادونو تر مينځه په تاریخي ورورولۍ اړيكو رڼا واچولې شوه او په خاص توګه تجارت، سرمایه کارۍ او د دفاع په څانګو كښی په زياتدونكې مرسته د خیالاتو څرګندونه وشوه ۔ سینیټر اورنګزیب له خپلې خوا عرفان نذیر اوګلو ته په سفارتي ذمه واریو تر لاسه كولو هر كلے اووې او د پاکستان او ترکيه اړيكو لا پراختيا په اهمیت يې زور راوړو ۔ده واشنګټن ډي سي كښې د ورلډ بینک ګروپ/آئی ایم ایف كلنه میټنګ 2024 په مهال د ترکیه د خزانې وزیر مهمت شمشیک سره د خپل شوي ملاقات ذکر هم وكړو چې پكښې د پاور سیکټر اصلاحات په اړه د ترکیه د تجربو څخه د ګټې پورته په امكان بحث شوے ؤ ۔وفاقي وزیر د ترکیه كمپنو ته د پاکستان انفارمیشن ټیکنالوجي او زراعت په څانګو كښې د مشترکه منصوبو وړاندېز وكړو چې ورسره به دواړو هېوادونو ته شريكې ګټې ترلاسه شي۔ دغسې ترک سفیر د پاکستان د معاشي اصلاحات ستائنه وكړه او د اړيكو لا قوي كولو له يې د مرستې بارو وركړو