اسلام آباد 06 دسمبر(اے پی پی)د كشمير او ګلګت بلتستان او سفيران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئېلي دي د هېواد تل پاتي پرمختګ او خوشحالۍ لپاره معياري تعليم ضرورې دے۔ده د پاكستان سكاؤټس كيډټ كالج بړاسي كښې كلنه د مور پلار دستورې ته خطاب كولو په مهال ووئيل هېواد د ترهه ګرۍ پشمول بېلو چېلنجونو سره مخ دے د كومو مقابله به چې په اجتماعي هڅو كولې شي۔ده ووئيل پاكستان د ټولو قدرتي وسائلو څخه ډك هېواد دے او مونږ له كاميابۍ ترلاسه كولو او د هېواد خوشحالۍ لپاره په اجتماعي توګه د كار كولو ضرورت دے۔ده ووئيل د كال 2005 تباهي كونكې زلزله وي٬ د 2010 سېلاب وي يا د ترهه ګرۍ مسئلې٬قام په ټولو چېلنجونو قابو موندلو لپاره تل د اتحاد څرګندونه كړی۔وفاقي وزير د پاكستان پرمختګ كښې د كيډټ كالج بړاسي د پاس آؤټ شوو زده كوونكو د تعليمي هلو ځلو او كردار ستائېلو سره ووئيل زده كوونكي د پاكستان سباؤن دے ځكه چې هغوي به د سباؤن ذمه وارۍ سنبهالوي۔ده په مور پلار زور راوړو چې هغوي محفوظ او روښانه سباؤن لپاره د خپلو بچو تعليمي كاركردګي٬لوبې او په روزمره كارونو نظر اوساتي۔انجينئر امير مقام ووئيل په سوشل مېډيا جعلي او ګمراه كوونكو خبرونو د لارې يو څو كسان پروپیګنډا كوونكي د خپلې ګټې لپاره د ځوانانو ګمراه كولو هڅې كوي خو دا منفي عناصر به خپل ناوړه عزائم كښې كامياب نه شي۔ده ووئيل شهيدان زمونږ اتلان دي او د هغوي د قربانو په سبب نن مونږ د كومې يرې نه غېر ژوند تېروو۔انجينئر امير مقام ووئيل كيډټ كالج بړاسي يوه اعلٰی تعليمي اداره ده چرته چې د پاكستان ټولو صوبو او آزاد كشمير زده كوونكي معياري تعليم ترلاسه كوي۔ده ووئيل د پخوانۍ فاټا خلقو د پاكستان لپاره عظيمې قربانۍ وركړي٬په كالج كښې د هغوي كوټه به برقرار وي۔وفاقي وزير د كالج انتظاميې ته هدايت وكړو چې هغوي عملي كار پیل كولو څخه وړاندې وړومبې د مطلوبه پروژې پي سي ون جوړ كړي۔د دې څخه وړاندې د كالج پرنسپل د هر كلي خبرې وكړې او د والدين ورځې په دستوره كښې د خاص مېلمه په توګه په ګډون يې د وفاقي وزير مننه وكړه۔په دستوره كښې د فيكلټۍ غړو٬زده كوونكو او والدين په ګڼ شمېر كښې ګډون كولو۔