اسلام آباد۔10جنوری(اے پی پی) د سېنېټ ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر په نوټس د سېنېټ تعليم لپاره قائم کمېټۍ كارروائي كولو سره د بلوچستان پوهنتون يو شمېر غېر مستقل ملازمين په مېرټ تعينات كړل۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د ځپلے شوو ملازمانو په درخواست ډپټي چيئرمېن سېدال خان ناصر معامله د سېنېټ د تعليم قائمه كمېټۍ ته سپارلې وه۔ په 2 جنوری د سېنېټر بشریٰ انجم بټ په مشرۍ كښې د سېنېټ اېجوکیشن کمېټۍ ميټنګ وشو په كوم كښې چې د اېچ اي سي چيئرمېن ډاكټر مختار احمد او د بلوچستان پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر ظهور احمد بازئۍ په شمول د كمېټۍ غړو ګډون وكړو۔ د کمېټۍ په غونډه كښې د سېنېټ ډپټی چیئرمېن په خاص توګه د غېر مستقل ملازمانو مسئلې په مېرټ د حل كولو په حاجت زور راوړو۔ د سېنېټ د سټېنډنګ کمیټی آف ایجوکېشن زياتره غړو د ډپټي چيئرمېن سيدال ناصر د دريځ تائيد وكړو۔ د جنورۍ په 9 مه نېټه د بلوچستان پوهنتون د يوې اعلاميې له مخې د ځپلے شوو غېر مستقل ملازمانو په مستقل بنياد تعيناتي وكړې شوه۔ دغسې ځپلو ملازمانو په دې هڅه كولو د ډپټی چیئرمېن سېدال خان ناصر مننه وكړه