وزیراعظم محمد شهباز شریف په امنيتي پوسته د ترهه ګرو د بريد غندنه وكړه

image

اسلام آباد21 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د جنوبي وزیرستان ضلع په مکین سيمه كښې په امنيتي پوسته د ترهه ګرو د بريد سخته غندنه كړې ده۔د خالي په ورځ د وزیراعظم آفس میډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم د ترهه ګرو سره په مړانه مقابله كولو سره شهيد شويو 16 ځوانانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې دي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا اوك غمجنو كورنيو سره غمرازي ښكاره كړه۔ده د فتنتہ الخوارج 8 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي۔وزیراعظم ووئيل امنيتي ځواكونه د هېوا حفاظت لپاره د ترهه ګرو په وړاندې لكه د كلك غر ولاړ دي۔وزیراعظم ووئيل ټول قوم خپلو شهيدانو ته سلام كوي او د هېواد څخه هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دي۔

مضمون کا ماخذ : estratégias dupla sena
متعلقہ مضامین
مزید خبریں