اسلام آباد۔8جنوری (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي وئيلي دي چې د غمځپلي انسانيت خذمت كوؤنكو ته په ټولنه كښې د قدر په سترګه كتلې شي٬ په خېبر پښتونخوا كښې د خېر ښېګړې تنظيمونو له به فعاله كردار ترسره كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د مسلم اېډ هېډ آف آپرېشن آصف چشتی سره د خبرو په مهال وكړه كوم چې ده سره خصوصي ملاقات وكړو۔ د مسلم اېډ لخوا د خېبر پښتونخوا په چترال سيمه كښې د سېلاب ځپليو او په اپر او لوئر دير كښې د تنظيم د فلاحي كارونو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ ګورنر ووئيل د خېبر پښتونخوا د سوئيلي ضلعو ډي آئي خان ٬ ټانک ، لکی ، بنو ،کرک او وزیرستان اولس د سماجي تنظيمونو مرستې ته سترګې په لار دي۔ ده ووئيل انجمن هلال احمر په ګرده صوبه كښې په بحراني حالت كښې بشپړ كردار ترسره كوي ، مسلم اېډ او هلال احمر خېبرپښتونخوا دې يو ځاے كېدو سره د خېر ښېګړې په فعاليتونو كښې برخه واخلي۔ په ملاقات كښې د خېبر پښتونخوا او په خاص توګه د كرم ځپليو ته د روژنې مباركې مياشتې راتللو څخه وړاندې د فوډ آئټمز او ټېنټ وركولو پرېكړه هم وكړې شوه۔ د انجمن هلال احمر خېبر پښتونخوا چیئرمېن حبیب ملک اورکزئی هم په دې موقعه موجود ؤ۔