د څلور كلونو بنديز څخه وروستو د پي آئي اے اروپا لپاره پروازونه بحال شول ٬ خارجه دفتر

image

اسلام آباد۔26دسمبر(اے پی پی)د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دي چې پاکستان د روان كال په مهال د شريكې خوښې په دوه اړخيزه ٬ سيمه اييزو او نړيوالو مسئلو په اروپا كښې خپلو همكارانو سره مرسته او خبرې روانې وساتلې۔ د زيارت په ورځ پرېس بريفنګ كښې دې ووئيل يو شمېر اروپائي هېوادونو سره د لېبر مائیګرېشن، د تلپاتې بنیادی اډانې په منصوبو ٬ سول اېوی اېشن كښې په تكنيكي مرسته او ګرین پارټنرشپ ته په وده وركولو مهم مفاهمتونه لاس ليك شول۔ دې ووئيل اروپا په پي آئي اے لګولې څلور كلن بندېزونه ختم كړل چې ورسره اروپا لپاره پروازونه بحال شول۔ دې ووئيل پاكستان په پراخا منطقه كښې غېر اروپائي هېوادونو سره هم د پروازونو په بحالولو كار كوي۔

مضمون کا ماخذ : اسرار ریلز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں