بايد پاکستان او منګولیا په شريكه توګه د ګټه ورې مرستي نوې لارې ولټوي۔ د وزیراعظم شهباز شریف د منګوليا خپل همڅنګ سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي بايد پاکستان او منګولیا تجارت، سرمایه كارۍ،اولسي رابطو او مواصلاتي رابطو ته پام لرنه كولو سره په شريكه توګه د مرستې نوې لارې ولټوي۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې اعلاميې له مخې وزیراعظم سره د شنګھائي مرستې تنظیم (اېس سي او) مشرانو غونډي لپاره راغلي د منګولیا وزیراعظم او یون اردین لویسنائی د زيارت په ورځ ملاقات وكړو۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د منګولیا وزیراعظم هركلي كولو سره ووئيل د هغه دوره د دواړو هېوادونو ترمينځه د شريك احترام، خیر سګالۍ او ورورولۍ اړيكو په تاریخ كښې يو نوے باب دے۔ده د منګولیا په بيا وزیراعظم ټاكلې كيدو هغه له مباركي وركړه او د دواړو هېوادونو ترمينځه شريكې مرستې لا قوي كولو له ئې په ګډه د كار كولو خواهش څرګند كړو۔ وزیراعظم تجویز وركړو چې پاکستان او منګولیا له تجارت، سرمایه كارۍ،اولسي رابطو او مواصلاتي رابطو ته پام لرنه كولو سره په شريكه توګه د مرستې نوې لارې لټول پكار دي۔ وزیراعظم محمد شهباز شریف د منګولیا سول سرونټس ته د پاکستان تربیتی ادارو كښې د تربيې وړانديز هم وكړو۔د منګولیا وزیراعظم د شنګھائي مرستې تنظیم مشرانو په كاميابه غونډه كولو وزیراعظم محمد شهباز شریف له مباركي وركړه او اېس سي او سی ایچ جي د چیئر په توګه يې د پاکستان قائدانه کردار وستائېلو۔ ده د واړو هېوادونو ترمينځه شريكو هڅو او د مرستې د لارې قوي او نزدې دوه اړخيزه اړيكو له خپل خواهش څرګند كړو ۔ دواړو لارښودو د تجارت، سېلګرۍ، زراعت او کان کنی په څانګو كښې مرستې زياتولو له شريك وزارتی کمېشن جوړولو ته اتفاق وكړو ۔ملاقات كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه پارلیماني اړيكو ته پراختيا وركولو لپاره د بین-الپارلیماني یونین جوړولو ته هم صلاح يوه شوه ۔ د ملاقات په موقع د منګولیا وزیرِاعظم او یون اردین لویسنا ئی په وزیرِاعظم هاؤس كښې يو بوتے هم نال كړو۔

مضمون کا ماخذ : قدیم مصری کلاسک
متعلقہ مضامین
مزید خبریں