لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني په وفاقي كچه د محتسبينو د احكاماتو په ضد د درخواستونو سماعت وكړو

image

اسلام آباد 05 نومبر(اے پی پی)لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني د نهې په ورځ اسلام آباد كښې په وفاقي كچه د محتسبينو د احكاماتو په ضد د درخواستونو سماعت كړے۔د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع كاروائۍ او پريكړې كولو لپاره د پاكستان صدر لخوا نومولے شوے جسټس(ر)عرفان قادر هم موجود ؤ ۔په دې نمائندګو كښې وفاقي محتسب٬د كار كولو په ځايونو كښې د ځورونې په ضد د تحفظ لپاره د وفاقي محتسب او وفاقي انشورنس محتسب په اړه معاملات شامل وو۔د سماعت نه پس لنډ مهاله صدر ووئيل تېرو شپږو مياشتو كښې صدر مملكت خپل نامزده نمائنده د لارې د ګڼو مقدمو پريكړه كړی چې پكښې د ايګزېكټو بد انتظامۍ په ضد غريبانانو٬كنډو٬معذوره كسانو پشمول اقليتونو او پسمانده سيمو سره تعلق لرونكو كسانو ته رېليف وركړے شوے ۔ده ووئيل په دې وروستيو ورځو كښې مقدمې دا ډول سمدستي ترسره كول بې مثاله دي ۔لنډ مهاله صدر ووئيل وګړو او بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته ټيكسيشن او بينكنګ سيكټر كښې هم په لويه پېمانه رېليف وركړے شوے۔ده ووئيل په وفاقي كچه د محتسب ادارې پشمول د صدر نامزد شوي اعلٰی ترين فورم د وفاقي حكومت ټولو محكمو٬خپلواكه ادارو او نور د امي اهميت سركاري او نجي څانګې ادارو په چارو كښې د ايګزېكټو بدانتظامۍ په ضد عامو خلقو ته رېليف وركړے۔دغسې هر كال دوه لكه څخه د زياتو مقدمو پريكړې كېږي چرته چې صدر پاكستان تر ټولو لويې فورم دے۔لنډ مهاله صدر ووئيل د مېډيا خلق د دې خبرې څخه د خبرولو ضرورت دے چې په وفاقي كچه د محتسب دفترونو جوړوول څخه په لويه شمېره د ګيلو ازاله كشوې او راتلونكو ورځو كښې به نورې هم ګېلې لرې كرې شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے
متعلقہ مضامین
مزید خبریں