سوئېلي وزيرستان كښې د عملياتو په مهال د شهيدو شوو پاك پوځ څلورو ځوانانو د جنازې مونځ ادا كړے شو۔آئي اېس پي آر

image

پېنډي 08 نومبر(اے پي پي )سوئېلي وزيرستان كښې د عملياتو په مهال د شهيدو شوو د پاك پوځ 4 ځوانانو دجنازې مونځ ادا كړے شو۔شهيدان پوځي درناوي سره خپلو سيمو كښې خاورو ته وسپارل شول۔د آئي اېس پي آر له مخې په 6 نومبر 2024 سوئېلي وزيرستان ضلع كښې د فتنه الخوراج سره د ډزو په تبادله كښې په بهادرۍ سره د جنګېدو په مهال شهيد شوے نائب صوبیدار طیب شاہ (عمر : 38 كاله، ضلع ټانك)، لانس نائیک ګلاب زمان شهید (عمر :30 كاله، ،ضلع کرک)، لانس نائیک حبیب اللہ شهید (عمر : 28 كاله، ضلع اورکزئۍ) او لانس نائیک مزمل محمود شهید (عمر : 37 كاله ضلع کرک) د بشپړه پوځي درناوي سره خپلو سيمو كښې خاورو ته سپارلې شوي۔د شهيدانو جنازو كښې عسكري او سول٬ د پاك پوځ ځوانانو٬ دشهيدانو خپلوانو او د سيمې مشرانو په لويه شمېره ګډون وكړو۔د آئي اېس پي آر وينا وه د پاكستان امنيتي ځواكونه د ترهه ګرۍ لعنت خاتمې له عزم لري۔او زمونږ د مېړنو شهيدانو دا قربانۍ زمونږ عزم ته لا تقويت وركوي۔(

مضمون کا ماخذ : bolão quina
متعلقہ مضامین
مزید خبریں