د چين سنټرل ملټري كمېشن نائب چيئرمېن جنرل ژانګ يوشياﺀ د جي ايچ كيو دوره٬جنرل سيد عاصم منير سره ملاقات

image

پېنډي 27 نومبر(اے پی پی)د چين سنټرل ملټري كمېشن(سي ايم اسي)نائب چيئرمېن جنرل ژانګ يوشيا د اعلٰی كچ پلاوي سره د جنرل هېډكواټرز(جي اېچ كيو)دوره وكړه۔خاص مېلمه د پاك پوځ سرلښكر سيد عاصم منير سره يو په يو ملاقات وكړو٬ د دې نه پس د پلاوي په كچ د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د آئي اېس پي آر له مخې په دې ملاقاتونو كښې د شريكې خوښو په چارو د ٬سيمه ايز په امنيت صورتحال او په منطقه كښې د استحكام اقدامات او دوه اړخيزه دفاعي مرستې ته په ودې وركولو خبرې وشوې۔د پاك پوځ سرلښكر جنرل عاصم منير د پاكستان او چين تل پاتي د ملګرتيا اړيكې رامخې ته كولو سره ووئېل دا اړيكې د شريك باور او مرستې په بنياد قائمې دي۔ده دا تاريخي شراكتداري د وخت په هر امتحان كښې ثابت قدمه وګرځوله او د لا ښو هيلو څرګندونه يې وكړه ۔د پاك پوځ سرلښكر د چين مشرتابه مننه وكړه كوم چې د نړيوالو او سيمه ايزو حالاتو بدلېدو باوجود پاكستان سره مضبوط ولاړ دے۔جنرل ژانګ يوشياﺀ د پاكستان سره خپلې سټريټجك شراكتدارۍ لپاره د پاكستان مستقل تړون وستائېلو ۔ده د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان آرمي پيشه وره مهارت او عزم ستائنه وكړه او پخوانۍ اړيكو لا قوي كولو له يې د عزم پخلے هم وكړو ۔د دې څخه وړاندې جي ايچ كيو ته په رسېدو جنرل ژانګ يوشياﺀ د شهيدانو په يادګارونو د ګلونو څادر خپور كړو او د پاكستان شهيدانو ته يې د عقيدت پیرزوېنې وړاندې كړې۔هغه ته د پاك پوځ يوې چټك ډلې لخوا ګارډ آف آنر هم وړاندې كړے شو۔

مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں