لاهور 04 دسمبر (اے پي پي) د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان(اے پي پي)منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي وئيلي دي د ملازمينو خېرښېګړې لپاره به ټول وسائل كارولې شي۔د شورو په ورځ اے پي پي لاهور بيورو كښې دستورې ته وينا كښې ده ووئيل د ملازمينو خېرښېګړې ته پام لرنه كوو او د ملازمينو په اړه په اوپن ډور پالېسۍ باور لرو۔ده ووئيل د اے پي پي ملازمين د ادارې اثاثه ده٬ده په ملازمينو زور راوړو چې د ادارې پرمختګ لپاره محنت وكړي۔ده ووئيل د كرپشن په ضد به په زيرو ټالرنس پالېسۍ عمل كولې شي۔د كرپټ عناصرو ختمولو ته اړتيا ده۔د ملازمينو د پوښتنو په ځواب ده ووئيل د ملازمينو ميډيكل بلونه به په ترجيحي بنيادونو كليئر كولې شي۔ده ووئيل د اے پي پي ټول سټېشنز له ضروري سامان په ترجيحي بنيادونو وركړے كېږي٬د اے پي پي ايمپلائز يونين پنجاب چيئرمېن او د اردو نيوز سروس انچارج او چيف رپورټر محمد عبدالله د منيجنګ ډائرېكټر محمد عاصم كهچي په قيادت د باور څرګندونه وكړه۔ده د ادارې د مشر په توګه د ملازمينو د مسئلو په حل كولو د ايم ډي محمد عاصم كهچي مننه وكړه او د لاهور اردو نيوز سروس په اړه يې بريفنګ وركړو۔په دې موقع د اے پي پي ايم ډي د اے پي پي د اردو نيوز روم٬ويډيو نيوز سروس او رپورټنګ روم دوره هم وكړه او د ملازمينو په كاركردګۍ يې د اطمينان څرګندونه وكړه۔د دې څخه وړاندې د اے پي پي ايمپلائز يونين پنجاب صدر رانا عبدالرحمان د ملازمينو د اړخه د ايم ډي محمد عاصم كهچي تود هركلے وكړو۔