اسلام آباد 12 دسمبر (اے پي پي) د سېنېټ چیئرمېن سید یوسف رضا ګيلاني وئيلي دي سېنېټ كښې د وزيرانو غیر موجودګي د پارلیمانی نظام په كوټلي ډول د چلولو اصولو خلاف ده۔د زيارت په ورځ د سېنېت په غونډه كښې ده د تشویش څرګندونه وكړه او په دې خبره ئې زور راوړو چې د پوښتنو دمي په مهال د وزيرانو يا د هغوي د پارلیمانی سیکرټریز موجودګۍ ته اړتيا ده۔ده د خپلې وزارت عظمیٰ دور يادګېرنه كولو سره ووئيل زه به پخپله د پوښتنو ځواب وركولو لپاره ايوان كښې موجود ووم او دغه هيله د موجودہ حکومت څخه هم لرم،دا رويه د پارلیماني روایات او شفافیت اصولو خلاف ورزۍ په زمره كښې راځي۔ سینیټر عرفان صدیقی په موجودګۍ كښې چیئرمېن د هغه څخه پوښتنه وكړه چې د پام راګرځولو په نوټسز کارروائی څه ډول مخ په وړاندې تللې شي ٬ دې څخه څرګنده شوې چې د ایوان کار يواځي د حکومتی نمائندګۍ په موجودګۍ كښې په ښه ډول ترسره كيدے شي۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل سینیټر عرفان صدیقي دا مهال د حکومتي بنچونو نمائندګي كوي هغه دې اووائي چې د پام راګرځولو په نوټسز کارروائي څه ډول مخ په وړاندې تللې شي۔