وزیراعظم محمد شهباز شریف بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د خوارجو ترهه ګرو په ضد په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

image

اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د 9 دسمبر 2024 نه تر اوسه بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې د خوارجی ترهه ګرو په ضد په کامیابه کارروائیو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي حکومت د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے۔د جمعې په ورځ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزیراعظم ضلع پنجګور، موسیٰ خیل، لکی مروت او نورو سيمو كشې د بېلو عملياتو په مهال د 43 خوارجی ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل ټول قام خپلو امنيتي ځواكونو ته سلام كوي او هغوي سره ولاړ دے۔وزیراعظم ووئيل حکومت د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له لوظي دے۔

مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں