کشميريانو د 7 لسيزو راهسې د خپلواكۍ خپل حق استعمال نه كړو، د ملكرو ملتونو پشمول نړيواله ورورولي دې خپل لوظونه پوره كړي۔وزيراعظم شہباز شريف خپلواكۍ حق ورځ په موقع پيغام

image

اسلام آباد 05 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې کشميريانو د 7 لسيزو راهسې د خپلواكۍ خپل حق استعمال نه كړو، د ملكرو ملتونو پشمول نړيواله ورورولي دې خپل لوظونه پوره كړي او داسې معني لرونكي اقدامات دې وكړي چې له امله ئې د جموں او کشمير اولس د خپلواكۍ خپل حق استعمال کړې شي۔ د جموں او کشمير اولس د خپلواكۍ حق ورځ په موقع خپل پيغام كښې ده ووئيل هر كال په 5 جنوري د کشميريانو د ’خپلواكۍ حق ورځ ‘ په توګه لمانځلے كېږي۔ 1949 كښې په نن ورځ د ملګرو ملتونو د هند او پاكستان کمېشن تاريخي قرارداد منظور کړې ٬ په دغه قرارداد كښې شخړيز جموں و کشمير حل د ملګرو ملتونو په مشرۍ كښې په يو جمهوري انداز سره آزادانه او غير جانبدارانه رايو حق د لارې كولو پريكړه شوې وه۔وزيراعظم ووئيل هر كال د، ملګرو ملتونو جنرل اسمبلي يو قرارداد منظوروي كوم چې وګړو له د خپل تقدير پخپله ترسره كولو قانوني حق وکالت وركوي۔ دغه قرارداد غير ملکي قبضے له مخې د وګړو د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو لپاره واضح حمايت څرګندونه كوي۔ وزيراعظم ووئيل دا خبره د افسوس وړ ده چې کشميريان د 7 لسيزو راهسې نن هم د خپلواكۍ حق نه شي استعمالولې۔نن وخت دے چې د ملګرو ملتونو بشمول نړيواله ورورولي په خپلو لوظونو عمل وكړي او داسې معني لرونكي اقدامات وكړي،چې له امله ئې د جموں و کشمير اولس د خپلواكۍ خپل حق استعمال کړي۔ بايد نړيواله ورورولي د بشري حقونو خلاف ورزو بندولو ، سياسي بنديوانو خوشي كولو او كشميريانو بنيادي حقونو او آزادو بحالۍ هم غوښتنه وكړي۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل هند په غير قانوني توګه مقبوضه جموں او کشمير خپله قبضه مستحکمولو لپاره ګڼ داسې اقدامات كوي،چې ورسره د سيمي په نړيواله كچه منلې شوي متنازعه نوعيت ته زيان رسي۔ 5 اګست 2019 راهسې هند داسې اقدامات کوي چې مقصد ئې د مقبوضه جموں او کشمير آبادياتي او سياسي ډھانچے بدلول دي دغسې چې کشميريان په خپله خاوره كښې بے اختياره كړې شي۔د دغه ظلمونو باوجود د کشمير اولس جذبه اوس هم هغسې ده او د ه غوي د آزادۍ هلي ځلي زورولې كيدې نشي۔ده ووئيل نړيواله ورورولي دې هند په مقبوضه جموں او کشمير كښې د ظلم او بربريت او د بشري حقونو خلاف ورزو څخه منع كړي۔ وزيراعظم ووئيل چې پاکستان به د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل اړوندو قراردادونو له مخې د كشميريانو منصفانه هلو ځلو او د خپلواكۍ حق تر ترلاسه كيدو د هغ وي بشپړه سياسي، سفارتي او اخلاقي حمايت جاري ساتي۔

مضمون کا ماخذ : سامرائی کی خوش قسمتی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں